اسلام آباد۔9 ستمبر(اے پی پی) د كشمير ٬ ګلت بلتستان چارو او سېفران وفاقي وزير او د مسلم ليګ نون خېبر پښتونخوا صوبائي صدر انجینئر امیر مقام وئيلي دي چې اولس د پي ټي آئي جلسه مسترد كړه٬ پي ټي آئي سياسي ګوند نه بلكه انتها خوښی ډله ده۔ د ګل په ورځ په اسلام آباد كښې د پي ټي آئي په ناكامه اولس?? غونډه خپل غبرګون كښې وفاقی وزیر ووئيل د پی ټی آئی د مؤسس بچي په برطانيه كښې مېشته دي او د نور?? بچي فسادات كولو له پاروي۔ ده ووئيل اولس ته معلومه ده چې پي ټي آئي په مركز كښې درې نيم كاله او صوبه كښې 11 كاله ضائع كړل۔ ده ووئيل د پي ټي آئي په اولس?? غونډه كښې ګډون كوؤنكو په پوليس كانړي ورولي۔ ده ووئيل پي ټي آئي د هېواد په سوكالۍ خفه دے له دې ك??له هغه 9 مئي تكرارول غواړي۔ ده ووئيل د 9 مئی پېښې د پي ټي آئي منفي ايجنډا په ډاګه كړې وه۔ وفاقی وزیر ووئيل قانون بايد ټول لپاره يو ډول وي او د دا ډول پېښو ذمه وار بايد سختو نتيجو سره مخ كړې شي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا صوبې وزيراعلی دې د وخت ضائع كولو په ځاے صوبې ته پام وګرځوي٬ د كے پي كے حكومت خپلو وزيرانو د كرپشن او ناقصه ګورنرنس په ضد وئيل پیل كړي دي۔
اولس د پي ټي آئي جلسه رد كړه ٬ پي ټي آئي سياسي ګوند نه انتها خوښې ډله ده: انجينئر امير مقام
इलेक्ट्रॉनिक जांच मनोरंजन विश्वसनीय एपीपी
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی