اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پی پی) قامي اسمبلۍ د اقليتونو سره تعلق لرونكو مېرمنو په زوره د مذهب بدلولو او د واده په اړه قرارداد منظور كړې دې ۔د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ غونډھ كښې لال چند ملهي قرارداد وړاندې كړو چې حكومت دې د اقليتونو سره تعلق لرونكو مېرمنو په زوره د مذهب بدلولو او واده كولو مخ نيوي له ګامونه پورته كړي۔لال چند منهي و??ئيل پاكستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ(ن)په خپل انتخابي منشور كښې لوظ كړې ؤ چې په دې به قانون سازي كولې شي خو داسې ونه وشوه۔دا ??رارداد دې منظور كړې شي۔خواجه سهيل منصور ووئيل د غېر مسلمه پاكستانيانو دا ګيله سمه ده٬د ټولو مذهبونو د وګړيو حقونه دې خوندې كړې شي ٬پارلماني سېكتر خليل جارج ووئيل په دې حقله بل وړاندې كړی شوې د قرارداد ضرورت نشته۔لال چند منهي و??ئيل قرارداد د حكومت په ضد نه دے بايد د?? منظور كړې شي۔ډاكټر عذرا افضل ووئيل د قرارداد په منظورولو كښې به هېڅ مسئله نه وه٬د غېر مسلمه پاكستانيانو سره د زياتي بايد ازاله وشي۔جمشيد احمد دستي و??ئيل تبليغ د مسلمانانو حق دے٬فاضل غړي دې ثبوت وركړي او سياسي پوائنټ سكورنګ دې ونه كړی شي۔جارج ووئيل مونږ د دې مخالفت نه كوو د٬ا دې كمېټۍ ته وسپارلې شي۔وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل وفاقي حكومت په دې قانون جوړول غواړي٬مونږ د قرارداد په منظورلو هېڅ اعتراض نه لرو٬شېراكبر خان ووئيل قرارداد دې منظور كړې شي۔ دغسې دوهم سپيكر قرارداد ايوان ته منظورۍ له وړاندې كړو كوم چې منظور كړی شو
قامي اسمبلۍ د اقليتې مېرمنو په زوره مذهب بدلولو او د واده په اړه قرارداد منظور كړو
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری