اسلام آباد۔12جولائی (اے پی پی) پاكستان او آذربائیجا?? د ??وان ٬ تجارت، رابطو، دفاع او د اولس ترمینځه د اړیکو په شمول دوه اړخیز ګټورو همکاریو ته د لا پراختيا وركولو عزم پخلے كړے دے۔ د دې عزم پخلے د جمعې په ورځ په ايوان صدر ك??ې د صدر مملكت آصف علي زرداري او د پاكستان په دوره راغلي د آذربائیجان صدر الهام عليوف ترمينځه ملاقات كښې وشو۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د خپل آذربائيجاني همڅنګ هركلي كولو سره وو??يل دوه اړخيزه اړيكې د شريكې خوښې په بېلا بېلو څانګو كښې د لا پياوړې كېدو ګنجائش لري۔ ده د دوه اړخيزه اړيكو لا پياوړتيا لپاره د پاكستان او آذربائيجا?? د ??ولس او سوداګرو ترمېنځه د لا زياتو منظمو رابطو په حاجت زور راوړو۔ ده د ګوادر بندر ځايې اهمیت په ډاګه كولو سره وو??يل د منځنۍ آسیا هېوادونه او آذربائیجا?? د ??ې د لارې سیمه ییزې سوداګرۍ، اتصال او سېلګرۍ ته وده وركولو سره سره د ګډې اقتصادي سوکالۍ په رامخې ته كولو كښې استفاده كولې شي۔ صدر مملكت د پاكستان او آذربائیجان ترمينځه د مفاهمت يادښتونو لاس ??يك كېدل خوشبينه وګرځول۔ ده وو??يل د مفاهمت يادښتونو لاس ??يك كېدو سره به د تجارت ٬ سېلګرۍ ٬ معدنياتو ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ كلتور او د قانون او انصاف په څانګه كښې دوه اړخيزه همكاري لا فعاله شي۔ صدر مملكت وو??يل ختيزه نړۍ سوكالۍ پلو د تللو صلاحيت لري۔ پاكستان د منځنۍ آسيا هېوادونو او آذربائیجان سره تلپاتې او نتيجه وركوؤنكې تړون په ځايې كول غواړي۔ په دې موقعه د آذربائیجان صدر الهام علیوف وو??يل پاكستان او آذربائیجان په زړه پورې اولسي اړيكې لري ، دواړو هېوادونو له به اقتصادي اړيكې زياتولو له كاروباري اړيكو ته وده وركول وي۔ ده وو??يل پاكستان او آذربائیجا?? د ??جديد وړ څانګه كښې په ګډه د كار كولو امكانات لټولې شي۔ وروستو صدر مملكت په ايوان صدر ك??ې د خپل آذربائيجاني همڅنګ او د هغه د پلاوي په درناوي كښې د غرمې مېلمستيا وكړه۔ د مېلمستيا په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شریف، وفاقی وزيرانو ٬ پارليماني غړو ٬ سفارتكارو او خبريالانو ګډون وكړو۔
د پاکستان او آذربائیجان اړيكې په بيلو څانګو كښې لا پياوړې كيدې شي٬ صدر مملكت آصف علي زرداري
वर्चुअल स्पोर्ट्स ईमानदार सट्टेबाजी प्रवेश
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil