اسلام آباد 26 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې په افغانستان كښې امن پاكستان لپاره ډېر مهم دے، مونږ په افغانستان كښې مستحكم حكومت ليدل غواړو، چې د امريكې او چين ترمېنځه اړيكې ښې شي نو پھ ټوله نړۍ كښې به بهتري راشي، وزيراعظم امريكې سره د سېكيورټي اړيكو په ځائ په اقتصادي اړيكو ټينګار كړے، وزيراعظم د امريكې،چين او افغانستان په معاملو خپل نظر واضح كړے، د افغانستان په اړه به خپله خاوره چا ته كارولو ته ورنه كړو. د خالي په ورځ د پاكستان او امريكې اړيكو او په خاص توګه د افغانستان صورتحال په اړه په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم عمران خان نيويارك ټائمز سره په خپله مركه كښې د امريكې، چين او افغانستان اړيكو په اړه خپل نظر په واضحه توګه نړۍ ته وړاندې كړے. په خپله مركه كښې وزيراعظم امريكې سره د اړيكو يو نوے اړخ بيان كړے. ده ووئيل چې په تېر وخت كښې به امريكې سره اړيكو ته د سېكورټي په تناظر كښې كتلې شول. وزيراعظم امريكې سره د سېكيورټي اړيكو په ځائ په اقتصادي اړيكو ټينګار كړے. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې وزيراعظم نيويارك ټائمز سره په مركه كښې هند سره په اړيكو كښې د بهترې هيله هم څرګنده كړې. كه په سباٶن كښې هند سره زمونږ اړيكې ښې شي نو د هند او چين دوه منډيو په مېنځ كښې به پاكستان په جغرافيائي لحاظ مهم مقام ترلاسه كړي او دغسې د امريكې پشمول نړۍ به هم پاكستان نظر انداز نه كړے شي. وزيراعظم دريځ لري چې كه په افغانستان كښې صورتحال خراب شو نو بيا مونږ د خپلې پولې په مكمل توګه د سيل كولو سوچ كولې شو. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې مونږ په پاك افغان پوله په 90 فيصد سيمه ازغن تار لګولے دے. مونږ افغانستان سره د پولې په مكمل توګه د سيل كولو په پوزيشن كښې يو. ده ووئيل چې د افغانستان داسې حل راويستل پكار دي چې ټولې ډلې پكښې شاملې وي او يو مستحكم حكومت جوړ شي. ده ووئيل چې وزيراعظم د افغانستان استحكام په اړه د پاكستان پوزيشن واضح كړے، مونږ د افغانستان مرسته كول غواړو. ده ووئيل چې د چين او امريكې ترمېنځه كړكېچ كمولو لپاره خپل كردار ترسره كولو ته تيار يو. وزيراعظم په خپله مركه كښې وئيلي دي چې امريكا او چين دوه لوي طاقتونه دي چې د دوي ترمېنځه اړيكې ښې وي نو په ټوله نړۍ كښې به بهتري راشي.
په افغانستان كښې مستحكم حكومت ليدل غواړو، چې د امريكې او چين ترمېنځه اړيكې ښې شي نو پھ ټوله نړۍ كښې به بهتري راشي، وزيراعظم امريكې سره د سېكيورټي اړيكو په ځائ په اقتصادي اړيكو ټينګار كړے. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : Raging Rhino