اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په مشرې كښې د او سي او د مشرانو غونډې د امنيت په اړه غونډه وشوه چې پكښې د پېنډې او اسلام آباد انتظامييې او د پوليسو اعلٰي چارواكو ګډون وكړو۔ د كورنيو چارو د وزارت وياند له مخې د كورنيو چارو وزير په مشرې كښې په دې غونډه كښې د اي سي او د مشرانو غونډې د امنيتي پلان منظوري وركړې شوه چې له مخې به ئې د مشرانو غونډې په مهال پاكستان ته راتلونكو مشرانو او غېر ملكي پلاؤ ته پوخ امنيت وركولې شي۔ د پېنډې اسلام آباد د وګړو د اسانيې په خاطر د كورنيو چارو د وزير په هدايت به په غبرګو ښارونو كښې د مارچ په وړومبې نېټه ځائ?? رخصتي وي او د فرورې په 28مه نېټه به د يوې بجې نه پس په تعليمي ادارو او دفترو كښې رخصتي وي۔ د مشرانو د غونډې په مهال غبرګو ښارونو لپاره د ټرافيك پلان منظوري هم وركړې شوه چې له مخې به ئې د فرورې د 28مې نېټې د ماښپښين نه د مارچ تر وړومبې نېټه د شپې تر وخت كشمير هائي وے د زيرو پوائنټ نه تر سېرينا چوك عام ټرافيك لپاره بند وي۔ د كورنيو چارو وزير د غبرګو ښارونو وګړو ته د مرستې كولو خواست كړې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي ??ې وي آئي پي امنيت باوري كولو او ټرافيك په متبادل لارو روان ساتلو سره سره دې دا خبره هم باوري كړې شي ??ې وګړي كمو ستونزو سره مخ شي۔ ده ووئيل چې دا يوازې د امنيت انتظامي معامله نه ده بلكې د پاكستان د امېج ??وال دے
د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان په مشرې كښې د او سي او د مشرانو غونډې د امنيت په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی