کوئټه۔9اکتوبر(اے پی پی) د وزيرعظم د سماجي تحفظ او تخفيف غربت خاص سلاکارې سېنېټر ډاکټر ثانیه نشتر وئیلي دي د وزيراعظم په خصوصي هدايت ځپليو سيمو كښې د ځاني او مالي زيان او د ريليف كارونو جاج اخستلو له د هرنائي دوره كوي٬ وفاقي حكومت زلزله ځپليو سره هر ډول ممكنه مرسته كولو له فعاله كردار ترسره كوي٬ په دې لړ كښی به ډېر زر ريليف پېكج اعلان كړے شي۔ هغې د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري سره د زلزله ځپلې ضلعې هرنائي دورې په موقعه خبريالانو سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ د وزيراعظم ځانګړې سلاكارې ډاكټر ثانيه نشتر د زلزلې د لاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل وفاقي حكومت به ځپلې وګړو ته ريليف وركولو كښې د پاك پوځ ٬ بلوچستان حكومت او د بحالۍ كار كښې مصروف ادارو بشپړه مرسته كوي۔ هغې ووئيل زه په دې لړ كښې امنيتي ځواكونو او صوبائي حكومت سره په ګډه د زيان جاج اخستلو له د وزيراعظم په هدايت هرنائي ته راغلې يمه٬ وفاقي حكومت د زلزلې د لاسه د شهيد شويو كسانو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك دے۔ وروسته د سبي ډويژن كمشنر بالاچ عزيز د وزيراعظم ځانګړې سلاكارې ته په هرنائي ٬ شاهرګ او نورو سيمو كښې د زلزلې د لاسه د شوي ځاني او مالي زيان او د مرستې ھلو ځلو په اړه بريفنګ وركړو۔
وفاقي حكومت زلزله ځپليو سره هر ډول ممكنه مرسته كولو له فعاله كردار ترسره كوي٬ په دې لړ كښی به ډېر زر ريليف پېكج اعلان كړے شي۔ ډاكټر ثانيه نشتر
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2