اسلام آباد۔ 23 مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئيلي دي چې د قائد اعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې مسلمانانو د قرارداد پاكستان مقصد لپاره زياتې قربانۍ وركړې ، نن مونږ د قرارداد پاكستان ورځ لمانځلو سره دغه عظيمو ستړو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ٬ مونږ له به دا هېرول نه وي چې پاكسان يو نعمت دے كوم چې مونږ ډير په ګرانه ترلاسه كړې دې٬ مونږ له به خپل هيواد له كار كولو او دا مثالي هيواد جوړولو له خپل ټول صلاحيتونه كارول وي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د پاكستان ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل نن مونږ د قرارداد پاكستان ورځ لمانځؤ ٬ دا يوه داسې ورځ ده كومې چې مونږ لپاره د يو آزاد وطن خوب په حقيقت كښې بدل كړو۔ ده ووئيل قرارداد پاكستان يو تاريخي دستاوېز دے كوم چې د پاكستان د آزادۍ تحريك ته يو نوے جهت وركړو۔ ده ووئيل د قائد اعظم محمد علي جناح په مشرۍ كښې مسلمانانو د قرارداد پاكستان مقصد لپاره زياتې قربانۍ وركړې چې په نتيجه كښې يۍ په 14 اګست كال 1947 پاكستان د يو آزاد هېواد په په حېث رامخے ته شو۔ نن مونږ د قرارداد پاكستان ورځ لمانځلو سره دغه عظيمو ستړو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل پاكستان يو نعمت دے او مونږ بايد د دې قدر وكړؤ۔ د دې مضبوطولو له به مونږ له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به خپل مينځه اختلافات هېرولو سره د يو متحد ملت په توګه كار كول وي۔ ده ووئيل راځۍ چې ټول په ګډه پاكستان يو مضبوط ٬ مثالي٬ پرمختګ كړے او سوكاله هېواد جوړ كړؤ۔ تل دے وي پاكستان!
پاكستان يو نعمت دے٬ ډير په ګرانه مو ترلاسه كړے دے٬ مونږ له به خپل هيواد له كار كولو او يو مثالي هيواد جوړولو له خپل ټول صلاحيتونه كارول وي٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د پاكستان ورځې په موقعه پيغام
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت