اسلام آباد 21 ستمبر (اے پي پي)د مذهبي چارو لنډ مهاله وفاقي وزير د رابطه عالم اسلامي سېكرټري جنرل ډاكټر عبدالكريم العيسي سره ملاقات كړې چې پكښې اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په دې موقع د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل د وخت تقاضا ده چې د امت تصور بحال كړی شي٬د رابطه عالم اسلامي مرستې سره په پاكستان كښې د سيرت ميوزيم جوړوېدل خوشبينه دې۔انيق احمد ووئيل چې د جديد علوم ترلاسه كول زمونږ ديني ضرورت دې٬اسلامي نړۍ ته پېښو نن جديد مسائلو كښې اسلامو فوبيا٬موسمياتي بدلون او زيات شوې طوفان شامل دې۔ده ووئيل چې د امت د غريبۍ خاتمه څنګه وكړې شي په دې لړ كښې د اوږدې مودې منصوبه بندۍ ته اړتيا ده۔د مذهبي چارو وفاقي وزير ووئيل چې مونږ له د حكومتونو او مذهبي لارښودو په كچه مكالمے ته ودې وركول پكار دي۔په دې موقع د رابطه عالم اسلامي سېكرټري جنرل عبدالكريم العيسي ووئيل چې پاكستان د عالم اسلام مهم هېواد دے٬چې په پاكستان كښې كله هم نظر اچوو نو زمونږ قوت كښې اضافه كېږي٬د امت تصور په اړه او په عالم اسلام كښې د پاكستان خذمات هېرولې نه شو۔ده ووئيل چې په نومبر كښې پاكستان ته راتللو سره د سيرت ميوزيم بنياد تيګه كېښودلې
د وخت تقاضا ده چې د امت تصور بحال كړی شي۔د مذهبي لنډ مهاله وفاقي وزير انيق احمد
مضمون کا ماخذ : فروٹ شاپ