اسلام آباد ۔ 18 مارچ (اے پی پی) داخله وزير چوهدري نثار د 5 كالو راهېسې مقبوضه كشمير كښې د هندي چارواكو په زندان كښې د روبينې نومې بنديوانې مېرمنې او ددې ماشومې لور ??ه سمدستي توګه پاكستان ته د راوستلو اجازه وركړې۔ د داخله وزارت لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شويو تفصيلاتو ترمخه د روبينه خاوند دا او د څلورو مياشتو ماشومه لور د علاج په بانه نوې ډيلي ته بوتلې وه۔ نوې ډيلي كښې خاوند خپلې كورودانې سره دهوكه وكړه او دې څخه شناختي كارډ او سفري دستاوېزات او رقم اخستلو سره غېب شو۔ او دغسې ئې دا او ماشومه لور بې آسرې پرېښودله۔ دا د يو بل په مرسته جموں بارډر ته ورسېده۔ د سفري دستاوېزاتو نشتوالي په ??وب هندي چارواكو مور او لور زندان كښې بند كړل۔ ك??ه چې ميډيا د دې مېرمنې ژړا فرياد رامخې ته كړو او خبره داخله وزير ته ورسېده نو هغه وزارت ته هدايت وكړو چې نوې ډيلي كښې دې پاكستاني هائي كمېشن سره په سمدستي توګه رابطه وكړې شي او د بنديوانې مېرمنې په اړه دې ټول ضروري معلومات ترلاسه كړې شي۔ دغسې چې د يادې شوې مېرمنې د شهريت تصديق وكړے شي۔د نادره او پاسپورټ دفتر لخوا ??ه ابتدائي توګه د دې د شهريت نه معلومېدو په ??وب داخله وزير پاكستان هائي كمېشن ته بيا هدايت وكړو چې كونسلر دې تر مېرمنې ورسي او معلومات دې ترلاسه كړي۔ په دې عمل كښې د دوه مياشتو تېرېدو سره هم د كوم پېش رفت په نه كېدو اعلی وزير د معاملې نوټس واخست او د يادې شوې مېرمنې او ماشومې لور ستونزو ته پام كولو سره ئې اړوند چارواكو ته اجازت وركړو چې هغوي دې د روبينه په سمدستي توګه پاكستان ته د راوړلو انتظامات وكړي۔
داخله وزير چوهدري نثار د هندي چارواكو په زندان كښې د بنديوانې مېرمنې او ددې ماشومې لور په سمدستي توګه پاكستان ته د راوستلو اجازه وركړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج