اسلام آباد 28 مارچ (اے پي پي)د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئېلي دي د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار بدلول آسانه پريكړه نه ده۔يو نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل چوهدري پروېز الهي يو تجربه كار سياستمدار دے او كه چرې هغوي ته په صوبه كښې د كوم بل سياسي ګوند ملاتړ ترلاسه شو نو د هغوي پوزېشن به ډېر مضبوط شي۔ده ووئيل د حكومت او متحده قومي موومنټ(اېم كيو اېم)ترمينځه خبرې په مثبت ډول وړاندې روانې دي او هيله لرو چې هغوي به په بېلو چارو د وړاندې غوندې د عدم اعتماد تحريك كښې د حكومت مرسته وكړي۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی گائیڈ