اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي د ګاز په كنكشنو لګېدلې بندېز 6 كاله پس پورته كړې شوے٬د اېل اېن جي او آر اېل اېن جي په سسټم كښې شاملولو سره د ګاز په كمي تر ډېره حده قابو موندلې شوې٬وزيراعظم په حج پالېسۍ 2017 كښې په وړومبي ځل ??ج له تلوونكو ته د پام لرنې كولو٬د حج خرڅونو او د پي آئي اے په كريانو كښې د كمې كولو سپارښتنه كړې ده ٬وفاقي ادارو كښې په كنټرېكټ او ډېلي ويجز ملازمانو لپاره د پالېسۍ منظوري وركړې ٬ګرېډ 1 نه تر 15 باقاعده بهرتۍ كښې كنټرېكټ او ډېلي ويجز ملازمانو له اضافي لمبر او ګرېډ 16 او 17 به د اېف پي اېس سي د لارې بهرتي كولې شي٬ لږ آمدن لرونكو او مينځنۍ طبقې ته به رعايتي هاؤسنګ سكيم كښې پام لرنه كولې شي٬وفاقي كابينې د ج??لي او زړو داروګانو مخ نيوي باوري كولو له په وړومبي ځل ?? كوډنګ سسټم معرفي كولو منظوري هم وركړی ده ٬كلبهوشن ياديو له د مروجه قانون له مخې سزا وركړې شوې٬د كلبهوشن ياديو په ضد په كاروائۍ د هند دړكې هېڅ اهميت نه لري٬د هېواد په ګټه به هېڅ ډول سودا ونه كړو۔ دې د شورو په ورځ د كېډ دوهمې وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري سره په پي آئي ډي كښې د وفاقي كابينې غونډې نه پس بريفنګ وركولو۔دوهمې وزيرې ووئيل د وفاقي كابينې غونډه كښې په 31 نكاتي ايجنډا تفصيلي بحث شوې او د هغې منظوري وركړې شوې۔دې ووئيل پاكستان كښې د حكومت د اړخه په وړومبي ځل ??بسډاياز هاؤسنګ سكيم معرفي كړې كېږي٬د هاؤسنګ وزير د سكيم په اړه كابينې ته بريفنګ وركړے۔ دې ووئېل كابينې د هاؤسنګ سكيم د بېلو كېټګريز جاج واخست۔وزيراعظم د سكيم په اړه د كابينې ذيلي كمېټي جوړه كړې ۔د هاؤسنګ وزير به د كمېټۍ مشر وي دغسې په غړو كښې د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال٬د رېلوے وزير سعد رفيق٬د فنانس او هاؤسنګ وزارتونو سېكتران به ئې غړې وي۔ مريم اورنګزېب ووئېل دا كمېټي به لږ آمدن لرونكو له د كورونو وركولو لپاره د اېس او پي تعين او د هاؤسنګ سكيم حتمي ډيزائن جوړولو منظورۍ له كابينې ته وړاندې كوي۔دوهمې وزيرې ووئيل وزيراعظم سپارښتنه كړې چې په دې سكيم كښې د هېواد پسمانده سيمو اوسېدونكو او كم آمدن لرونكو وګړو له دې كورونه وركړې شي۔مريم اورنګزېب ووئيل كابينې په 2011 كښې د ګاز كمرشل كنكشنو او په 2009 كښې د هاؤسنګ سكيمونو لپاره د كنكشنو په وركولو د بندېز پورته كولو منظوري وركړې۔بندېز د ګاز كمي په وجه لګولې شوې ؤه ٬ وفاقې وزيرې ووئېل د حكومت د اړخه د توان په بحران قابو موندلو له د ښې تګلارې په سوب نن په سسټم كښې اېل اېن جي او آر اېل اېن جي زيات مقدار كښې شامله كړې شوې او دې سره سره وړومبې اېل اېن جي ټرمينل هم په بشپړه توګه آپرېشنل دے كوم چې د ګاز په كمي قابو موندلو له مرستياله ګرځېدلې۔دوهمې وزيرې د حج پالېسۍ په اړه ووئيل وزيراعظم محمد نواز شريف د حج پالېسۍ منظورۍ وركولو سره يو ډائرېكټو جاري كړې چې پكښې د مذهبي چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د حج مجموعي لګښت كښې زياتوالې ونه كړي او ښه آسانۍ وركړې ځكه چې تېرو دوو كلونو راهيسې حج كونكي د حج انتظامات او د حكومت خذمت ستائي۔دې لپاره وزيراعظم دا سپارښتنه هم وكړه چې سركاري كوټه دې زياته كړې شي دغسې چې زيات وګړي د سركاري سكيم څخه استفاده وكړي۔ دې ووئېل دې سره سره په سركاري سكيم كښې هغه كسانو له دې موقع وركړی شي چا چې د دې نه وړاندې حج نه دې كړې۔مريم اورنګزېب ووئيل وزيراعظم پي آئي اے ته هم سپارښتنه كړې چې د حج په كرايانو كښې چې كوم زياتوالې شوې هغه بېرته وا??لي بايد د حج كرايه ز??اته نه كړې شي۔دې ووئيل وزيراعظم دا سپارښتنه هم كړې چې د حج په مهال دې داسې آټومېټك فيډ بېك سسټم معرفي كړې شي كوم چې په سمدستي توګه د ستونزو ازاله باوري كړي۔دې د فارماسيوټيكل څانګې په اړه ووئيل وفاقي كابينې د ج??لي او زيات وخت داروګانو مخ نيوي باوري كولو له په وړومبي ځل كوډنګ سسټم معرفي كولو منظوري هم وركړې۔دا كوډنګ سسټم د نړۍ په بېلو هېوادونو كښې لاګو دے٬ دې ووئېل بار كوډنګ په آسانيو به ټول صارفين د خپل سمارټ فون سره باركوټ سكين كولو سره د داروګانو جوړولو پشمول معلومات كتلې شي۔دې ووئيل وفاقي كابينې د ډېلي ويجز او كنټرېكټ ملازمانو پشمول د استاذانو په اړه د پالېسۍ منظوري هم وركړې چې له مخې به يې وفاقي ادارو كښې د ګرېډ 1 نه تر 15 باقاعده بهرتو كښې په كنټرېكټ او ډېلي ويجز كار كونكو هغه ملازمانو ته ترجيح٬ د عمر حد په اړه رعايت او په انټرويو كښې د تجربې له مخې اضافي لمبر وركولې شي۔مريم اورنګزېب ووئيل د هوائي مېدان آؤټ سروسنګ لپاره سول ايوي اېشن پھ 2015 كښې يوه پالېسي منظور كړې وه۔دې ووئيل وفاقي كابينې د دفاع وزارت٬روغتيا٬موسمي بدلون٬د نشه اي توكو مخ نيوي٬ بېلو هېوادونو سره د 21 مفاهمتي يادښتونو منظوري هم وركړې۔د يوې پوښتنې پھ ځواب دې ووئيل د كلبهوشن ياديو په معامله د دفاع وزير خواجه محمد آصف په سېنېټ كښې بيان وركړې او خارجه وزارت هم خپل دريځ څرګند كړې۔دې ووئيل د كلبهوشن ياديو په ضد په كاروائۍ د هند دړكې هېڅ اهميت نه لري
وفاقي ادارو كښې په كنټرېكټ او ډېلي ويجز ملازمانو لپاره د پالېسۍ منظوري٬ګرېډ 1 نه تر 15 باقاعده بهرتۍ كښې به كنټرېكټ او ډېلي ويجز ملازمانو له اضافي لمبر او ګرېډ 16 او 17 به د اېف پي اېس سي د لارې بهرتي كولې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ