اسلام آباد۔6اپرېل(اے پی پی) په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 58 كېسونه رامخې ته شوي او د 15 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د .زيارت په ورځ د روغتيا قامي ادارې (اېن آئي اېچ) لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې په ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 5 زره 144 ټېسټونه وكړې شول په كومو كښې چې د 58 كسانو ټېسټونه مثبت راغلي چې ورسره مثبت شرح 1.13فیصده پاتې شوه۔ په دې مهال د كورونا وائرس د لاسه يو بل رنځور په حق رسېدلې او د نورو 15 رنځورانو حالت اندېښمن ښودلے شوے دے۔ د هېواد په بېلو ښارونو كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال په لاهور كښې 534 ټېسټونو كښی د 14 په مثبت راتللو مثبت شرح 2.62 فیصده ٬ په پېنډۍ كښې په 321 ټېسټونو كښې د 9 په مثبت راتللو 2.80 او په اسلام آباد كښې په 399 ټېسټونو كښې د 6 په مثبت راتللو 1.50 فيصده پاتې شوه۔
د كورونا وائرس نور 58 كيسونه رامخې ته شول ٬ د 15 حالت انديښمن
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada