هانګ ژو 16 مئي (اے پي پي) وزیراعظم ??حمد نواز شریف وئيلي دي د اقتصادي پرمخ??ګ د لارې اولس په سياسي توګه په خپلواكه كولو پوخ باور لرو٬ پاكستان كښې وړوكې كاروبار تر نړيوالې كچې رسولو له د مرستيالې ذريعې په توګه به د اي كامرس ډاډګيرنه كولې شي۔ د نهې په ورځ د چين تر ټولو لوي اي كامرس پورټل “علي بابا” لخوا پاكستان كښې اي پلېټ فارم جوړولو له د تفاهم په يادښتونو د لاسليك دستورې ته خپلو خبرو كښې وزیراعظم ??وئيل دا اقدام به هېواد كښې روزګار راپېدا كولو له مرستياله وګرځي۔ وزیراعظم ??وئيل كاروبار پراخه كول او دا تر نړيوالو منډيانو رسولو لپاره وړوكې كاروبار لپاره ډيجيټل لېن دېن يوه موثره ذريعه ده۔ وزیراعظم د علي بابا موسئس او اېګزېكټو چیئرمېن جېك ما سره سږ كال جنورۍ كښې په ډېووس كښې د ملاقات نه پس شوې ملاقات خوشبين وګرځولو۔ وزيراعظم ??يله ولرله چې علي بابا ګروپ به زر تر زره پاكستان كښې دا منصوبې پېل كړي۔ جېك ما څوك چې آن لائن ټرېډ او موبائل ادئيګو كښې پخپلو كاميابو مخ په وړاندې روان دے ووئيل اي كامرس په رامخې ته شوو منډيانو كښې موقعې ترلاسه كولو لپاره ډير زيات صلاحيت لري۔ده د وزیراعظم ستائنه كولو سره ووئيل علي بابا ګروپ ټوله نړۍ كښې 60 مېليونه كمپنو ته آسانۍ وركوي۔ده ووئيل د پاكستان نزدې 3 لكه مصروف كوٶنكو او كمپنو علي بابا سره لوظنامې كړې دي۔ جېك ما پاکستان كښې د وړو كاروباري ادارو ستائنه كولو سره د نړيوال شهرت لرونكو مصنوعاتو په خاص توګه د فټبال او د هماليائي ګلابي مالګه د ذكر ??ړ ژګرځوله ۔??ه په دې خبره زور رواړو چې د پاكستان په دريو كښې دوه كسان يعنې ځوانانو ته خاص پام كولو سره قامي معيشت لا قوي كېدې شي۔ده ووئيل پاك چين تجارت كښې نزدې اشتراك كار “آئرن برادرز په ګولډن برادرز ” بدلولې شي۔ په دې موقع د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان٬ چين كښې د پاكستان سفير مسعود ملك او پاكستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ هم موجود وو۔
د اقتصادي پرمختګ د لارې د اولس په خپلواكې باور لرو٬ پاكستان كښې وړوكې كاروبار تر نړيوالې كچې رسولو له د مرستيالې ذريعې په توګه به د اي كامرس ډاډګيرنه كولې شي
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی