کراچۍ ۔13فروری(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی نېشنل میوزیم ته د نوؤ آسانيو له مخې ترقي وركولو له د دې د اپ ګرېډېشن د منصوبې جوړولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي نېشنل میوزیم كښې تاریخی دستاویزات محفوظ كولو له بايد لېبارټری او ډیجیټلائزېشن سېنټر هم جوړ كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نېشنل میوزیم آف پاکستان کراچی دورې په مهال خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع صدر مملكت ته د عجائب ګھر صورتحال او سباؤن كښې د دې د اپ ګرېډېشن په اړه بريفنګ وركړے شو۔ صدر مملکت ته ووئيلې شؤ چې كال 1950 كښې د دې عجائب ګھر د جوړېدو نه وروسته دلته د قبل از تاريخ ٬ هړپه ٬ ګندهارا او نورو تهذيبونو 97 زره نه زيات تاريخي دستاوېزات محفوظ كړې شول او دا د ميوزيم په لس لويو ګېلريز كښې نندارتون له اېښودلې شوي دي۔ صدر مملکت د پاكستان تاريخ او ثقافت محفوظ ساتلو لپاره په پورته كېدونكو ګامونو د اطمينان څرګندونه وكړه
نېشنل میوزیم كښې تاریخی دستاویزات محفوظ كولو له بايد لېبارټری او ډیجیټلائزېشن سېنټر هم جوړ كړے شي۔ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د نېشنل میوزیم آف پاکستان کراچی دورې په مهال خبرې
مضمون کا ماخذ : نتیجہ بہت زیادہ