اسلام آباد11اکتوبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي د سركار دو عالم صلی الله عليه وآله وسلم ذكر جميل مونږ لپاره د خېر و بركت سبب دے، مونږ چې نه وو نو هم دا ذكر ؤ ، مونږ چې يو نو هم دا ذكر دے، چې مونږ نه يو نو بيا به هم دا ذكر جاري وي، د عشره رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم په لړ كښې به د 3م نه تر 13م ربيع الاول په ټول هېواد كښې دستورې روانې وي. ده دا خبرې د ګل په ورځ د مذهبي چارو وزارت كوهسار كمپلېكس جومات كښې د عشره رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم په لړ كښې د محفل نعت په موقع په خپله وېنا كښې وكړې. ده ووئيل د نعت دې ښكلي محفل انتظام كوونكو مننه كوم ، زمونږ ايمان او زمونږ عقيده ده چې د نبي صلی الله عليه وآله وسلم په يادولو بلاګانې دفع كېږي او خېر و بركت راځي. ده ووئيل د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم ذكر د هغه وخت نه راروان دے كله چې الله تعالٰی د دې مخلوق پېدا كولو اداره وكړه او تر قيامت به د نبي كريم صلی الله عليه وآله وسلم ذكر روان وي. ده ووئيل حكومت سږ كال د عشره رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم لمانځلو پروګرام جوړ كړے. د صوبو، پوهنتونونو، سكولونو او كالجونو په كچه به د ميلاد محفلونه كېږي. په دې لړ كښې وفاقي او صوبائي حكومتونو ته هدايات جاري شوي. ده ووئيل د عشره رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم په لړ كښې به د 3م نه تر 13م ربيع الاول په ټول هېواد كښې دستورې روانې وي. وزيراعظم په خپله د دې څارنه كوي. وزيراعظم د رحمت اللعالمين صلی الله عليه وآله وسلم اتهارټۍ جوړولو اعلان هم كړے. د اطلاعات او خپرونو وزارت، د مذهبي چارو وزارت او صوبائي حكومتونه به هم په دې كښې شامل وي.
د سركار دو عالم صلی الله عليه وآله وسلم ذكر مونږ لپاره د خېر او بركت سبب دے، مونږ چې نه وو نو هم دا ذكر ؤ ، مونږ چې يو نو هم دا ذكر دے، چې مونږ نه يو نو بيا به هم دا ذكر جاري وي. د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري
مضمون کا ماخذ : مصر کی میراث