اسلام آباد 16اپريل (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) وياندې مرېم اورنګزيب وئيلي دي د تيرو څلور نيمو كلونو په مهال په هېواد يو داسې فاشسټ حکومت مسلط ؤ كوم چې د پارليمان، د خپلو مخالفينو او د ميډيا خوله بنده كړې، عمران خان کنټينر ته خښتلو سره د هېواد سلامتيا او خارجه پاليسي خطر سره مخ كړې ، پنجاب اسمبلۍ کښې د پي ټي آئي او ق ليګ فاشسټ رويه د غندنې وړ ده ، ق ليګ او پي ټي آئي غنډګانو غنډه ګردي بايد بند كړې شي۔ د خالي په ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره په خپلو خبرو كښې دې پارليماني رپورټرز ايسوسي ايشن او خبريالانو له مبارکي وركولو سره ووئيل د پارليمنټ هاوس په ګيټ لمبر ون د ميډيا کارنر ميډيا لپاره پرانستلے شوے۔دې ووئيل دا ميډيا کارنر پي آر اے او زما په خواست پرانستلے شوے۔ مرېم اورنګزيب ووئيل په هېواد يو داسې فاشسټ حکومت مسلط ؤ كوم چې د پارليمان، د خپلو مخالفينو او د ميډيا خوله بنده كړې وه، پخواني دور كښې به د ورځې په رڼا كښې خبريالان تښتولې كيدل ، هغوې به په ګولو وېشتلے كيدل۔دې ووئيل د لوي څښتن په فضل او کرم سره نن يو داسې حکومت په اقتدار كښې دے كوم چې د اولس مسئلو نه خبر دے ۔ مريم اورنګزيب پنجاب اسمبلۍ کښې دننه د پي ټي آئي او ق ليګ د فاشسټ رويې غندنه كولو سره ووئيل ق ليګ او پي ټي آئي ته خپله ماتې ښكارېده ځكه هغوې په آئين بريد كړے۔ دې ووئيل د لوي څښتن په فضل او کرم سره د ووټ د طاقت د لارې مسلط ټوله د قامي اسمبلۍ څخه بهر كړے شوې۔ دې ووئيل د عمران خان په وينا د پي ټي آئي او ق ليګ غنډګانو د پنجاب اسمبلۍ په ډپټي سپيکر او امنيتي اهلكارو بريد كړے چې مقصد ئې ټاكنو ته زيان رسول وؤ۔دې ووئيل نن د پنجاب وزيراعليٰ ټاكنه كيدله ، د لاهور هائي کورټ امر هم دا ؤ ، هائي کورټ دې هم د خپلې پريكړې په خلاف ورزۍ ايکشن واخلي او آئين ماتونكې دې انجام سره مخ كړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب مرېم اورنګزيب ووئيل د فارن فنډنګ د لارې عمران خان د هېواد په ضد سازش کړے ، اولس ئې معاشي ستونزو سره مخ كړے، اليکشن کمېشن د ورځې په بنيادونو د فارن فنډنګ کيس اورېدو اعلان کړے ، هر څه به اولس ته پا ډاګه شي۔ د کابينې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل حکومت او اتحاديان به په ګډه يو داغسې کابينه جوړوي كومه به چې د پاکستان اولس لپاره د ريليف سبب وي، کابينه كښې به د ټولو صوبو نمائندګي وي۔
پنجاب اسمبلۍ کښې د پي ټي آئي او ق ليګ فاشسټ رويه د غندنې وړ ده، د تيرو درې نيمو كلونو په مهال په هېواد يو داسې فاشسټ حکومت مسلط ؤ كوم چې د پارليمان، د خپلو مخالفينو او د ميډيا خوله بنده كړې ۔ د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزيب ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر