وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك او د تركمانستان كابينې ډپټي چيئرمېن او خارجه وزير راشد مريدوف ملاقات٬ د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې زر بشپړولو ته اتفاق
Devil Wealth Trust Betting Links
APP35-240724
ISLAMABAD: July 24 - Federal Minister for Petroleum, Dr. Musadik Malik held a meeting with the Deputy Chairman of the Cabinet of Ministers and Minister of Foreign Affairs of Turkmenistan, Mr. Rashid Meredov. APP/TZD/FHA
اسلام آباد 24جولائي (اے پي پي)پاكستان او ترك??ان??تان د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې زر بشپړولو ته ??تف??ق كړے او د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك وئېلي دي د تاپي پائپ لائن پروجيكټ به په توان راتلونكے لګښت كم كړي٬صنعتي پرمختګ ته به وده وركړي٬ملازمتونه به راپېدا كړي او اقتصادي پرمختګ له به مرسته وكړي۔د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك او د ترك??ان??تان كابينې ډپټي چيئرمېن او خارجه وزير راشد مريدوف ترمينځه ملاقات شوے چې پكښې د ترك??ان??تان په پلاوي كښې د نړيوال اقتصادي مرستې ويژن خارجه وزارت مشر آتا حلجانوف٬د ترك??ان??تان د قانوني څانګې خارجه وزارت مشر عیزیز نازروف٬د بورډ چيئرمېن او سي اي او٬ د پائپ لائن كمپنۍ لمېټډ ټي اے پي آئي محمد ميرات آمانوف٬پاكستان لپاره د ترك??ان??تان سفير آتا جان موولاموف او د ترك??ان??تان سفارتخانې درېم سېكرټري ايلدار پرمانوف شامل وو۔اېډېشنل سېكرټري حسن يوسفزئي٬جوائنټ سېكرټري شهباز طاهر او د انټراسټېټ ګيس سسټم لمېټډ اېم ډي ند??م باجوه هم په دې موقع موجود وو۔وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د ترك??ان??تان پلاوي هركلے وكړو۔ډاكټر مصدق ملك ووئيل د ترك??ان??تان خارجه وزير دوره د دواړو هېوادونو ??رمينځه سفارتي او اقتصادي اړيكې قوي كولو له د ميل كاڼے دے۔ده ووئيل د تاپي پائپ لائن پروجيكټ به په توان راتلونكے لګښت كم كړي٬صنعتي پرمختګ ته به وده وركړي٬ملازمتونه به راپېدا كړي او اقتصادي پرمختګ له به مرسته وركړي٬د باور وړ او ارزان توان رسنه د صنعتي څانګو او مجموعي اقتصادي استحكام لپاره ډېره ضروري ده۔ده ووئيل دا پروجيكټ اقتصادي پرمختګ او د توان حفاظت ته ودې وركولو لپاره دےاو د دواړو هېوادونو پرله پسې هڅو او مرستې څخه په دې كښې د ذكر وړ پېشرفت شوے۔ده ووئيل پاكستان د دې پروژې لپاره په بشپړه توګه عزم لري كومه چې د سيمې توان له مرستې تر لاسه كولو او د بنيادي ډهانچې پرمختګ لپاره مهمه ده ۔د ترك??ان??تان خارجه وزير راشد مريدوف ووئېل مونږ دواړه هېوادونه به د مرستې د روډ ميپ په تخليق كار كوو۔د تاپي پائپ لائن كمپنۍ لمېټډ سي اي او محمد ميرات آمانوف ووئېل د پیټروليم وزير او اسپېشل انويسټمنټ فسيلي ټيشن كونسل(اېس آئي اېف سي) د خاص خوښۍ په سبب تاپي پروژې پېشرفت كړے ۔د دواړو هېوادونو پلاويو د پروژې په اهميت رڼا اچولو سره ووئېل دا پروژه به سيمه ايز روابط ته وده وركولو٬اقتصادي پرمختګ زياتولو او د شريكو هېوادونو ?? توان ضروريات پوره كولو له ښه كردار ادا كړي۔تاپي پروجيكټ د پاكستان او ترك??ان??تان ترمينځه د اوږد مهاله شراكتدارۍ ثبوت دے كوم چې د پائيدار توان حل د لارې د سيمه ايز استحكام او دخوشحالۍ د شريكو اهدافو عكاسي كوي۔