اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د خاتم النبيين حضرت محمد﴿ص﴾ د ولادت ورځ به ﴿نن﴾ د ګل په ورځ د دسمبر او ربيع الاول په دولسمه نېټه په ټول هېواد كښې په مذهبي جوش و خروش ٬ عقيدت او احترام لمانځلې شي٬ د عيد مېلاد النبي﴿ص﴾ جشن لپاره په بشپړه توګه چمتووالې نيول شوے۔ په دې موقع به په ټول هېواد كښې سيرت كنفرنسونه٬ جلسې ٬ جلوسونه٬ د نعت محفلونه او دستورې كولې شي كومو ته به چې علما كرام٬ مشائخ٬ ديني مشران٬ مذهبي پوهان وېنا كوي او د سرور كونېن ﴿ص﴾ په اسوه حسنه او سيرت طيبه به رڼا اچوي۔ دا ورځ په سركاري كچه لمانځلو لپاره هم چمتووالې نيول شوے او په نجي توګه هم دې لپاره تيارې شوې دي۔ په صوبائي سرښارونو كښې به د توپو سلامي هم كولې شي۔ په دې موقع به اسلامي نړۍ او خوږ وطن لپاره خاص د??اګ??نې كولې شي۔ په ټي وي چېنلو او راډيو به هم په دې لړ كښې ځانګړي پروګرامونه وړاندې كولې شي۔
د خاتم النبيين حضرت محمد﴿ص﴾ د ولادت ورځ به ﴿نن﴾ په ټول هېواد كښې په مذهبي جوش و خروش ٬ عقيدت او احترام لمانځلې شي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب