اسلام آباد 16مارچ(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عمران ??ان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬نه د هغه ګرفتاري په ټاكنو كښې د تاخير سره كوم تعلق لري ۔نړيوالې خپرو??ې ادارې”سكائي نيوز”سره په خبرو كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل عمران ??ان قانون سره د مرستې كولو په ځاے پرله پسې قانون شكني كوي٬پوليس يوازې په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي٬په هغه د كرپشن مقدمې دي او هغه د ګرفتارۍ نه پس عدالت ته وړاندې كول دي۔دې ووئيل پوليس سره كوم ډول وسله نشته٬پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كولو لپاره په زمان پارك كښې موجود دے چرته چې په پوليس د بمونو مسلسل بريدونه كېږي۔تر دې مهال د لاهور ډي آئي چي آپرېشنز پشمول 65 پوليس اهلكار ژوبل شوي۔دې ووئيل د عدالت لخوا په جاري وارنټ ګرفتارۍ پوليس د وسلې نه بغېر عمران ګرفتارولو لپاره په زمان پارك كښې موجود دے ٬عمران ??ان له د ذمه وارۍ څخه كار اخستل پكار دي۔دې ووئيل عمران ??ان پرله پسې دروغ وائي٬عمران ??ان وائي چې ماته امنيتي خطره ده خو دا مهال وائي چې سياسي جلسې كولو لپاره چمتو هم يم٬ دې ووئېل كله چې عدالت هغه ته په مقدمو كښې د وړاندې كېدو وائي نو عمران ??ان د امنيت خطرې بهانه جوړوي۔دې ووئيل عمران ??ان په پاكستان كښې خانه جنګي٬سول وار او اړے ګړے غواړي٬هغه خلق د تشدد لپاره راپاروي٬پوليس چې كله د عمران ??ان نيولو لپاره راځي نو هه مېرم??ې او ماشومان د پوليس په وړاندې اودروي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د پاكستان د موجوده خراب معاشي صورتحال ذمه وار عمران خان د??٬عمران ??ان هېواد د ډيفالټ ته رسولے ٬عمران ??ان مارچ 2022كښې د خ??ل لاس ليك كړي د آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي كړې۔دې ووئيل د عمران ??ان وارنټ ګرفتاري د هغه په ضد د كرپشن مقدمو كښې جاري شوې٬عمران ??ان په خپل څلور كلونه اقتدار كښې په خپلو سياسي مخالفينو بې بنسټه مقدمې جوړې كړي٬هغوي يې په زندانونو كښې اچولي٬كله چې هغه وزيراعظم ؤ نو د خ??لو سياسي مخالفينو وارنټ ګرفتاري به يې پخپله جاري كوله
عمران خان د پاكستان تشخص له مينځه وړل غواړي٬د هغه د ګرفتارۍ سره د حكومت هېڅ تعلق نشته٬پوليس په عدالتي احكامات عملدرآمد كوي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د نړيوالې خپرونې ادارې”سكائي نيوز”سره خبرې
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea