ډېرہ اسماعیل خان ۔23 ستمبر(اے پی پی) د كركيلې كارپوهانو او كاروباري شخصياتو د وزيراعظم عمران خان د ډېره اسماعيل خان دوره د كركيلې په مېدان كښې كرونده ګرو او زميندارانو له يو ستر انقلابي ګام ګرځولو سره وئيلي دي ډېره يوه زرعي سيمه ده چرته چې كھجورې ٬ ګنې ٬ تركاريانې ٬ مېوې او دغسې نورې غلې زيات مقدار كښې پېدا كېږي۔ دې ځائې څخه د كسان كارډ جاري كولو سره به كرونده ګرو او زميندارانو ته آسانۍ ترلاسه شي چې ورسره به د كركيلې څانګه كښی بهتري رامخې ته شي۔ د زرعی پوهنتون ډي آئي خان پخواني وائس چانسلر ډاكټر اعجاز اے پي پي سره خبرو كښې ووئيل ډېرہ د كے پي كے صوبې يوه زرعي سيمه ده كومه چې د هر ډول غلو پېدا كولو استطاعت لري۔ هغه د زرعي پوهنتون پرانسته يو لوئے زرعي انقلاب او د ريسرچ يو لوئے ګام ګرځولو سره غوښتنه وكړه چې د پېښور نه تر ډېره موټروے منصوبه دې زر تر زره پايې ته ورسولې شي دغسې چې د دې ځائې پېداوار نورو ضلعو ته رسول آسان شي۔ د ډېره ايوان زراعت صدر عبد الرشيد ووئيل د پاكستان وزيراعظم عمران خان د ډېره اسماعيل خان دورې د دې ځائې زميندار طبقې او كركيلې سره د تړون لرونو د لكھونو په شمېر خلكو لپاره د پرمختګ اولنے ګام دے۔ اے پي پي سره خبرو كښې هغه ووئيل په ډېره كښې 16 لكه اېكړه زمكه موجود ده ٬ كه د دې ځائې كرونده ګرو ته په آسانو بنيادونو قرضې او نورې آسانۍ وركړې شي نو دا سيمه ټول هېواد ته غله وركولې شي۔ هغه د كسان كارډ جاري كېدل او د زرعي پوهنتون پرانسته خوشبينه ګرځولو سره غوښتنه وكړه چې د ډېرہ په ګس اړخ د بھكر سيمه ده چرته چې په 35 كلوميټره سيمه مارجنل بند جوړ شوے دے او زمونږ اړخ ته كار تر دے دمه نه دے شوے۔ هغه هيله ولرله چې حكومت به دې مهمې مسئلې پلو پام وګرځوي۔ هغه ووئيل د ګومل زام بند سره به زمونږ يو لك اېكړه زمكې ته اوبه ورسي۔ هغه د حكومت لخوا كرونده ګرو او زميندارانو لپاره د كسان كارډ اجراﺀ خوشبينه وګرځوله
د وزيراعظم عمران خان د ډېره اسماعيل دوره كرونده ګرو او زميندارانو لپاره يو ستر انقلابي ګام دے۔ كسان كارډ سره به كرونده ګرو ته آسانۍ ترلاسه شي۔ د كركيلې كار پوهانو او كاروباري شخصياتو اے پي پي سره خبرې
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز