اسلام آباد 23 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې د پخوا په مقابل كښې نن مذهبي همغږۍ ته زياته اړتيا ده ٬ اسلام ټولو وګړو له يو برابر حقونه وركوي٬ د پاكستان قامي بېرغ نړۍ كښې د خپل نوعيت ځانګړے بېرغ دے كوم چې پاكستان كښې د هرې عقيدې د مننونكو نمائندګي كوي۔اولس مشر دا خبرې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې د مسيحي ټولنې په درناوي د ماسختن مېلمستيا دستورې ته وكړې۔په دستوره كښې وزیراعظم نواز شریف، مېرمن کلثوم نواز شریف، مېرمن محمودہ ممنون حسېن، سردار محمد یوسف او د کامران مائیکل پش??ول وفاقي و??يرانو ?? سناتورانو ??ارلماني غړو او د مسيحي ټولنې استازو ګډون كولو۔ اولس مشر ووئيل آئين كښې د ټولنې د ټولو طبقو د مفادات تحفظ شته كوم چې د ښې ټولنې پېژندګلي ده او هم دا وجه ده چې پارلمان پش??ول هر ټاكلو شوو ادارو كښې د اقليونو ??مائندګي باوري كړې شوې او د دوي عائلي او وراثتي معاملو ته آئيني او قانوني تحفظ ترلاسه دے۔ ده ووئيل د دوي د اخترونو ??ه قامي كچه د لمانځلو اهتمام كېږي او د دوي د كليسو تحفظ او ښكلا له خاص انتظامات هم كېږي۔ اولس مشر ووئيل پاكستانې ټولنې فرقه واريت او انتها خوښي رد كړه۔ اولس مشر ووئيل ټولنه كښې د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ رجحاناتو خاتمې له د وزیراعظم په لارښودنه ?? نېشنل اېكشن پلان له مخې ټول هېواد كښې بې امتيازه كاروائۍ شوې چې په سوب ئې د امن وضعه ښه شوې او سباٶن كښې به لا ښه شي۔ ده ووئيل دستوره كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف او د نورو شخصياتو شتوالې مسيحي و??ورلۍ سره د همغږۍ څرګندونه ??ه۔ ده ووئيل مسیحي و??ورولي د دفاع ٬ طب او تعليم په څانګو كښې ښه خدمات ترسره كوي۔ ده ووئيل د ټولو مكتبه فكر ذمه واري جوړېږي چې ھغوي د امن او همغږۍ لپاره تل بېدار وسي۔ د دستورې په پائې كښې كرسمس كېك پرې كړې شو۔ په دې موقع د اولس مشر لخوا ٬ د حكومت او قام لخوا د حضرت عیسیٰ علیہ السلام په زېږدنه ورځ پاكستان او ټوله نړۍ كښې مسيحي و??ورولۍ له مباركي و??كړې شوه ۔
د پخوا په مقابل كښې نن مذهبي همغږۍ ته زياته اړتيا ده
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں