اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د پنجاب اولس عمر له په مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې ده٬ د پنجاب اولس د مثالي خدمت د سفر دې جذبې او تاريخي روايت سره جاري ساتو٬ د پنجاب په دغه 16 صوبائي چوكو به مسلم ليګ (ن) لا قوي كوٶ، په تاريخ كښې دا وړومبې ضمني ټاكنې دي چې په سپېځلتيا ئې سياسي مخالف هم ګوته نشي پورته كولې٬ هيله لرو چې عمران خان به د الېکشن کمېشن په ضد په تضحيك آميز رويه معذرت وكړي۔ د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې دې ووئيل پاکستان مسلم ليګ (ن) په سپېځلې، غېرجانبدارانه انتخاباتو او د جمهوري اقتدار په پالنه پوخ باور لري او تېره ورځ انتخاب د دې عملي څرګندونه ده۔ دې ووئيل عمران خان سره په وفاق او پنجاب كښې حكومت ٶ نو د ټګۍ ئې رېكارډ جوړي٬ د اپرېل په درېمه نيټه ئې خپل اقتدار بچ كولو پاره آئين مات كړے٬ د دې برعكس مسلم ليګ (ن) په وفاق او پنجاب كښې اقتدار د الېکشن کمېشن عمله اغواء كولو٬ په آئين بريد كولو او آئين شکنۍ لپاره نه دې كارولې۔
د پنجاب اولس عمر له په مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې ده۔وفاقي وزيره مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار