لاهور۔29 اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم د داخله او قانوني چارو خاص مرستيال عطا تارړ وئيلي دي چې د تحريك انصاف په صوبائي ټكټونو كښې د پېسو اخستو وركولو معاملو ثبوتونه رامخې ته شوي دي٬ اعجاز چوهدري د ټكټونو په كروړونو روپۍ غوښتلې دي٬ د ټكټونو ټولې پېسې په زمان پارك كښې خوندي كولې شي۔ د خالي په ورځ په ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د عمران خان په خواست نواز شريف ځوي څخه په تنخا نه اخستلو نااهل كړے شو٬ د مسلم ليګ نون په ضد د سازشونو لړۍ لا ودرېدلې نه ده ٬ زمونږ د ګوند كارمندانو ته دړكې وركولې شي٬ د مريم نواز په اړه چې كومې ناوړه خبرې شوي دي هغه مناسب نه وې۔ ده ووئيل د پي ټي آئي كارمندانو ته ټكټونه په پېسو وركولې شي او ښكاره ثبوت يۍ د پی ټی آئي د كاركن او د چوهدري نثار د ځوي ثاقب نثار ترمينځه خبرې دي چې آډيو يۍ رامخې ته شوې ده۔ عطاﺀ تارړ ووئيل چې د پي ټي آئي د ټكټ رېټ 6 كروړه روپۍ دے٬ جليل شرقپوري ته ټكټ ځكه نه دے وركړے شوے چې هغه ټولې پېسه ورنكړې شوې۔ عطا تارړ ووئيل چې عمران خان د ټېلي تھون د لارې اولس څخه په اربونو روپۍ جمع كړې هغه چرته لاړې؟ د سېلاب لپاره جمع كړې شوې پېسې چرته مصرف شوې؟ ده ووئيل عمران خان اول وئيلي وو چې جنرال باجوه زما حكومت ختم كړو ٬ بيا يۍ ووې چې ما باجوه سره په ګډه صوبائي حكومتونه ختم كړل۔ ښكاري عمران خان كومې نفسياتي مسئلې سره مخ دے۔ ده ووئيل په نواز شريف ٬ مريم نواز او شاهد عباسي ناحقه كېسونه جوړ كړې شوي وو۔ د پروېز الهی په ضد سازش د هغه زوي مونس الهي وكړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پی ټی آئی سره مذاكرات روان دي ٬ هيله ده چې د دې به مثبت نتيجې رامخې ته شي۔ ده ووئيل وزیراعظم او مصدق ملک اعلان كرې چې روسيه څخه به ارزان تېل راوړؤ چې ورسره به قيمتونه هم كم شي ٬ ده ووئيل عمران خان د ملګرو هېوادونو په ناراضه كولو كښې كوم كمې نه دې كړې۔
په صوبائي ټكټونو كښې د پېسو اخستو وېډيو رامخې ته شوې٬ اعجاز چوهدري ټكټونو لپاره په كروړونو روپۍ غواړي ٬ عطا تارړ
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania