كراچۍ 08 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیرِ اعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي د كاروباری ورورولۍ او د سرمایه كارو د پاكستان لپاره خذمات د ستائنې وړ دي، حكومت معیشت دستاویزی كولو او د اداره جاتی اصلاحت په تګلارې عمل كوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان اسټاك ایكسچینج غړو او د پاكستان نوموړو كمپنیو مشرانو سره خبرو كښې وكړه چا چې جمعې په ورځ ده سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال د خزاني وزفاقي وزيره او د پاكستان اسټاك ایكسچینج چیئرپرسن ډاكټر شمشاد اختر، چیف ایګزیكټو آفیسر پاكستان اسټاك ایكسچینج فرخ خان، چیئرمېن سكیورټیز اینډ ایكسچینج كمیشن آف پاكستان عاكف سعید او د پاكستان د نورو نوموړو كمپنیو مشرانو ګډون كولو۔ملاقات كښې د پاكستان اسټاك ایكسچینج سي اي او د وزیرِاعظم په خصوصی دوره د هغه مننه وكړه او اسټاك ایكسچینج په اړه ئې بریفنګ وركړو۔د ملاقات په مهال وزیراعظم ته ووئيل شول په تيرو څو مياشتو كښې په پاكستان كښې حكومت كاروبار دوسته پالیسیو په وجه د سرمایه كارو او كاروباری ورورولۍ باور زيات شوے چې له امله ئې نن پاكستان اسټاك ایكسچینج كښې په ریكارډ سطح كاروبار كېږي۔ ملاقات كښې ناستو د نړيوالې مالياتي ادارې پروګرام په اړه د حكومت د سنجیدګۍ او اداره جاتی اصلاحات اقدامات هم وستائل۔وزیرِاعظم په دې موقع ووئيل د پاكستان كاروباري ورورولۍ او سرمایه كارو د پاكستان لپاره خذمات د ستائنې وړ دي۔ وزیرِاعظم ووئيل كاروباری ورورولۍ او سرمایه كارو له آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وزیرِاعظم په اوسنيو كښې د جوړ شوي خصوصي سرمایه كارۍ سهولت كونسل جوړول او د هغې په پاكستان كښې بهرني سرمایه كارۍ په اړه مثبت اقدامات او د ډاډ وړ په نتيجو رڼا واچوله۔وزیرِاعظم ووئيل حكومت په خپله اداره جاتی اصلاحاتي ایجنډه عملدرآمد باوري كوي او حكومت معیشت دستاویزی كولو په اړه هم عملي اقدامات كوي۔
د كاروباری ورورولۍ او سرمایه كارو د پاكستان لپاره خذمات د ستائنې وړ دي، حكومت معیشت دستاویزی كولو او د اداره جاتی اصلاحت په تګلارې عمل كوي۔نګران وزیراعظم انوار الحق كاكړ
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا