د سټېټ لائف انشورنس پاليسي يو شمير خلقو لپاره لائف لائن دے۔ وفاقي وزير جام کمال خان


اسلام آباد 22 اګست (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئيلي دي چې د سټېټ لائف انشورنس پاليسي يو شمېر خلقو لپاره لائف لائن دے٬ دا كورنۍ ژوندۍ پاتې كوي او دوي د ودې كولو جوګه جوړوي۔ ده دا خبره په كراچۍ كښې د سټېټ لائف انشورنس کارپورېشن (اېس اېل آئي سي) سمټ 2024 ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل سټيټ لائف انشورنس د زرګونو كورنيو مرسته كوي او صحت پالنه بهتر جوړولو لپاره په ډيټا مينجمنټ كښې اهم كردار لري كوم چې سټيټ لائف انشورنس کمپنۍ په ښه ډول ادا كړے دے۔