اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي)هند چې د جنورۍ په 26مه نېټه تش د نامې د جمهوريه 73م لمانځي٬په حقيقت كښې هغه د مذهبي اقليتونو لپاره يو خطر ناك هېواد جوړ شوے د كومې تصديق چې د نړيوالې مېډيا په رامخې ته شوو رپورټس كښې شوے چرته چې په مسلمانانو٬عيسايانو او نورو اقليتونو سخت ظلمونه كېږي٬په هند كښې د مذهبي آزادۍ حالات په لاندې روان دي٬مركزي او رياستي حكومتونه د مذهبي اقليتونو ځورولو او په دوي د تشدد كولو سرپرستي كوي۔د موي فاشسټ پالېسيو د هند سيكولر تشخص هم په داؤ لګولے٬ د فاشسټ نريندر مودي د اكثريتي حكمرانۍ له مخې هند يو هندو راشټرا رياست جوړ شوے ٬د رپورټس له مخې مودي په اقتدار كښې د راتللو نه پس كركه خپرونكي جرائم او د مذهبي فرق په معاملات څو چنده زيات شوي د كوم چې يو لويې مثال د شهريت(بدلون) ايكټ (سي اے اے)دے كوم چې د بي جے پي په مشرۍ كښې حكومت نافذ كړے او كوم چې د افغانستان٬بنګله دېش او پاكستان غېر مسلمه وطن پرېښودونكو لپاره د هندي شهريت تند رفتار لاره هواروي كوم چې د وړاندې نه په هند كښې مېشته دي۔كله چې حكومت په ټول هېواد كښې نېشنل رجسټر آف سيټزنز ترسره كوي نو په ممكنه توګه د لاكهونو په شمېره مسلمانان به ځورول كېدو٬جلا وطنۍ او بې وطنۍ سره مخ كېږي۔دوهم مثال د عيسائي ټولنې په ضد د اكثريت تشدد دے٬د بشري حقونو د يوې ډلې رپورټ له مخې د تېر كال 2021 په وړومبنو 9 مياشتو كښې په عيسايانو د 300 څخه زيات بريدونه شوي چې پكښې لږ تر لږه 32 بريدونه په كرناټك آيالت كښې شوي۔بل خوا رياستي حكومتونو داسې قوانين جوړ كړي كوم چې د دې تعصب جواز وړاندې كوي۔د دسمبر په 23مه نېټه د كرناټك آيالت حكومت د مذهب د آزادۍ د حق تحفظ بل منظور كړے چې پكښې د هندو مذهب څخه بل مذهب ته په اوړېدو بندېز لګولے شوے۔مقبوضه كشمير يو خپل داستان لري چرته چې د اكثريتي تعصب مظاهره كولې شي۔ چرته چې د هند حكومت د اګست په 5مه نېټه كال 2019م كښې د آئين آرټيكل 370 له مخې د پخواني جمو او كشمير رياست خاص حثيت ختم كړے او آرټيكل 35 اے يې منسوخ كړے۔
هند د مذهبي اقليتونو لپاره يو خطر ناك هېواد جوړ شوے ٬په مقبوضه كشمير كښې د اكثريتي تعصب څرګندونه كولې شي٬د كال 2021 په وړومبنو 9 مياشتو كښې په عيسايانو د 300 څخه زيات بريدونه شوي۔د نړيوالې مېډيا رپورټس
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان