اسلام آباد 16ستمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين وئېلي دي په وړو٬چينو او دالونو به سبسډي وركولې شي٬د مصنوعي ګراني راوستوونكو په ضد وفاقي حكومت آرډيننس جاري كړے٬فوډ سپلائي كښې ښه والےراوستلو سره په ګرانۍ قابو موندلے كېدے شي٬حكومت هر هغه كار كوي چې ورسره په ګرانۍ قابو موندلے كېدے شي٬پیټروليم مصنوعات درآمد كېږي٬ ځكه د بيعو تقابلي جاج اخستلے كېږي۔د كورونا له امله په نړۍ كښې د هر څيز پېداوار كم شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان كښې د پیټروليم مصنوعاتو بيعه د نورو هېوادونو په مقابل كښې كمه ده٬په پاكستان كښې پیټروليم مصنوعات درآمد كېږي٬د نړيوال بازار له مخې مونږ بيعې زياتوو۔ده ووئيل حكومت به په وړو٬چينو٬دالونو سبسډي وركوي٬د هېواد د آبادۍ 40 فيصده له مونږ سبسډي وركوو۔ ده ووئېل مونږ هغه غريبانانو له ټارګټډ سبسډي وركول غواړو كوم چې د دې حقدار دي۔ده ووئيل د كورونا له امله د ټولې نړۍ معيشتونه ځپلې شوي٬په ټولو هېوادونو كښې په دې مهال د ګرانۍ تناسب زيات شوے۔د دې نه علاوه رسد او خرڅونه هم زيات شوې۔ده ووئيل بايد فيكټرۍ او كارخانې د وزارتونو د كنټرول څخه لرې او د د پروفېشنل منيجمنټ سيوري لاندې راوستلې شي۔دغسې د وخت تېرېدو سره چې د كورونا صورتحال كښې ښه والې راځي او په نړيوال بازار كښې ګرانې كمېږي نو پاكستان كښې به هم ګرانې كمه شي
په وړو٬چينو او دالونو به سبسډي وركولې شي٬د مصنوعي ګرانۍ راوستوونكو په ضد وفاقي حكومت آرډيننس جاري كړے۔د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين
مضمون کا ماخذ : راکی