اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) د شنګهائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غړو هيوادونو د مشرانو كو??سل 23 مه غونډه سبا د نهې په ورځ په اسلام آباد كښې پيل كيږي، په غونډه كښې به ??جارت او معيشت ته خاص پاملرنه كولو سره سره د كلتوري تړون په لا پياوړې كولو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ د شنګھائي تنظيم سرمشريزه غونډه كښې ګډون ل??ار?? د غړو هېوادونو استازي وفاقي پلازمينې ته رارسېدل پېل شوي كومو ته چې تود هركلے وئيلې شي۔ د ښار ټول مهم ځايونه رنګ په رنګ رڼاګانو او د پاكستان په بېرغونو سينګار كړې شوي۔ د چین سټېټ کو??سل وزیراعظم لی کیانګ د اعلی كچ يو پلاوي سره وفاقي پلازمينې ته رارسېدلے چرته به چې هغه د پاكستان سول او عسكري مشرتابه ??ره ملاقات كوي۔ د شنګھائي مرستې تنظيم دويم تر ټولو اعلی فورم اېس سی او سی اېچ جی د دوه ورځنۍ غونډه مشري به وزيراعظم شهباز شريف د كو??سل د موجوده چيئرمېن په توګه كوي۔ سرمشريزه غونډه كښې د ګډون كوؤنكو غړو هېوادونو په مشرانو كښې د چين وزیراعظم سټېټ کو??سل لی چیانګ، د بیلاروس وزیراعظم رومان ګولوف چینکو، د قازقستان وزیراعظم اولړاس بیک تینوف، د روسيه وزیراعظم میخائل مشوستن، د تاجکستان وزیراعظم کوهر رسول زادہ، ازبک وزیراعظم عبداللہ اریپوف، د کرغزستان د وزيرانو كابينې چيئرمېن ړا??ار??ف اکیل بیک، د ایران نائب صدر رضا عارف او د هند خارجه وزير سبرامنيم جے شنكر شام?? دے۔ دې سره سره منګوليا د مبصر په توګه په دې غونډه كښې ګډون كوي۔ د ترکمانستان د خاص مېلمه په توګه نمائندګي د وزيرانو د كابينې نائب چيئرمېن راشد مریدوف كوي۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو نورو مېلمنو كښې د اېس سي او عمومي سېكتر جانګ منګ، ډائرېکټر اېګزېکټو کمېټی ایس سی او ریجنل اېنټی ټېررسټ سټرکچر رسلان مرزائیف، د بورډ آف ایس سی او بزنس کو??سل چیئرمېن عاطف اکرام شېخ او د کو??سل آف اېس سی او انټر بېنک یونین چیئرمین مارات ییلی بائیف شامل دي۔ د غړو هېوادونو سرمشريزه غونډه كښې به په معیشت، تجارت، ماحولیات او د سماجي او كلتوري تړون څانګو كښې په روانه همكارۍ د خيالاتو څرګندونه كولې شي او د تنظيم د كاركردګۍ جاج به ??غستلې شي۔ د شنګھائي همكارۍ تنظيم غړو هېوادونو لارښود به ??وه اړخيزه مرسته زياتولو او د تنظيم بجټ منظورۍ له مهمې تنظيمي پرېكړې هم كوي
د شنګهائي مرستې تنظيم د غړو هيوادونو د مشرانو كونسل 23 مه غونډه سبا اسلام آباد كښې پيل كيږي
आरएसजी इलेक्ट्रॉनिक विश्वसनीयता मनोरंजन मंच
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں