اسلام آباد۔1مارچ(اے پی پی) داخله وزير رانا ثناﺀ الله خان وئيلي دي د وسله والو او مشتعل ډلو سره په عدالت بريد كېس كښې به عمران خان ګرفتارولے شي٬ په توشه خانه كېس كښې به د عمران خان د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ عملي كوؤ٬ په راروانو ټاكنو كښې به د پاكستان اولس د ووټ د طاقت د لارې عمران خان د پاكستان له سياست څخه ټول عمري له مائنس كړي۔ ده د شورؤ په ورځ په پي ټي وي هېډ كوارټرز كښې خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل نواز شريف د سوؤنو په شمېر پېشو سره مخ پاتې كړې شو بل اړخ ته عمران خان په عدالتونو پرله پسې بريدونه كوي٬ بدبختې عمراني ټولګي په هائيكورټ او جوډيشل كمپلېكس بريد كړے د كوم چې مونږ سخته غندنه كوؤ۔ دا په حقيقت كښې په عدالت رعب اچول وو۔ په دې پېښه دوه بېلې مقدمې درج كړې شوي دي په كومو كښې چې د ترهګرۍ دفعې لګولې شوي دي۔ په دې مقدمو كښې 150 كسان نومولې شوي دي۔ تر دې دمه 29 كسان نيولې شوي دي۔ ده ووئيل د دې مجرمانه فعل اصل منبع عمران خان دے٬ هغه په هېواد كښې اړې ګړې رامخې ته كول غواړي۔ ده ووئيل ټول اولس ته خواست دے چې د دې فتنې تدارك وكړي۔ كه د ووټ د لارې دې مائنس كړې شي نو هېواد به د لويې زيان نه بچ شي۔ ده وئيل عدليه ته د يوې ادارې په توګه د زيان رسولو هڅه شوې ده٬ هيله ده چې په دې مقدمو كښې به ده ته ريليف ورنكړے شي۔ ده ووئيل د ميډيا هم مننه كوم كومې چې په غوره ډول خپل فرض ترسره كړې۔ ده ووئيل تېره ورځ يوه ناوړه پېښه رامخې ته شوه په دې مې د اسلام آباد آئي جي ته هدايت كړې چې په خبريالانو د تشدد پېښې دې پلټنې وكړې شي دغسې چې ذمه وار سزا سره مخ كړې شي۔ وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله ووئيل وفاقي حكومت د سپريم كورټ پرېكړه تسليموي٬ د پرېكړې په اړه رايې مختلف دي۔ ده ووئيل پرېكړه كښې د سپريم كورټ دوه فاضل ججانو اختلافي نوټ شامل دے۔ ده ووئيل په 9 كسيزه بېنچ كښې دوه ججانو معذرت كړے ٬ دغې څخه وروستو بيا 7 كسيزه بېنچ وو۔ دوه معزز ججانو خپل آرډرز وليكل او د از خود نوټس ډراپ كولو او د پيټشن د وخت څخه د وړاندې كېدو په اړه يۍ پرېكړه وكړه۔ كله چې بېنچ يو وارې جوړ شي بيا نه بدلېږي۔ د نواز شريف په كېس كښې 5 ججانو متفقه پرېكړه كړې وه په دې كښې دوه ججانو د نااهلۍ او درې ججانو د جے آئي ټي جوړولو خبره كړې وه۔ وروستو دوه ججانو پرېكړه وكړه ٬ څه وخت چې د جے آئي ټي رپورټ راغلو نو درې ججانو د دې اورېدو سره پرېكړه واوروله كومه چې 0۔5 سره وه۔ ده ووئيل په توشه خانه كېس كښې د عمران خان ګرفتاري باوري كولو سره به د فرد جرم لګول عمل مخ په وړاندې بوتللې شي۔ ده ووئيل تر كومې چې عمران خان فتنه وي هېواد كښې به سياست هم دغسې پاتې كېږي او دغسې به معاشي او سياسي ستونزې رامخې ته كېږي۔داخله وزير ووئيل چې د عمران خان سياسي فلاسفي ده ده چې دې به مخالفينو سره د ناستې كولو په ځايې مرګ ته ترجيح وركوي۔ ده ووئيل هيله لرم چې په راروانو ټول ټاكنو كښې به اولس د ووټ د لارې عمران خان مائنس كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په ګرفتار كړې شويو كسانو كښې وسله وال وګړي هم شامل دي٬ په دوئي كښې يو د صوبائي پوليس اهلكار هم دے۔
د وسله والو او مشتعل ډلو سره په عدالت بريد كېس كښې به عمران خان ګرفتارولے شي٬ په توشه خانه كېس كښې به د عمران خان د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ عملي كوؤ٬ داخله وزير رانا ثناﺀ الله
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea