اسلام آباد۔1نومبر(اے پی پی) ??اک??تان د هندي ميډيا په فرانس كښې د مېشته پاكستانيانو په اړه غلط او بې اساسه خبر??نه رد كړي دي كومو كښې چې وئيلې شوي دي چې د اوسنيو پ??ښو نه و روستو فرانس كښې مېشته پاكستانيان ستونزو سره مخ دي۔ د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري د اتوار په ورځ جاري كړې خپل بيان كښې وئيلي چې د هندي ميډيا ځينو برخو او د جعلي ټوئټر اكاؤنټس د لارې د خپرېدونكو فېك نيوز نوټس اخستے شوے دے۔ وياند ووئيل دا ډول بې اساسه او په غلطو معلوماتو اډانه خبر??نه د هند د پاكستان مخالف پروپېګنډې برخه ده۔ وياند ووئيل فرانس كښی مېشته پاكستاني وګړي قانون خوښوونكي وګړي دي او هغوي د فرانس معيشت كښې مثبت كردار ترسره كوي۔ وياند ووئيل چې فرانس كښې مېشته پاكستانيانو لخوا د اوسنيو پ??ښو نه وروسته كوم شكايت رامخے ته شوے نه دے۔ هغه ووئيل چې د سمو معلوماتو لپاره بايد پېرس كښې د پاكستاني سفارت ټويټر هېنډل @PakinFrance ته رجوع وكړے شي
پاکستان د هندي ميډيا په فرانس کښې د مېشته پاکستانیانو په اړه غلط او بې اساسه راپورونه رد كوي
مضمون کا ماخذ : Loteria Instantânea