اسلام آباد 18 اكتوبر (اے پي پي) د پټروليم وزيرمملكت مصدق ملك وئيلي دي چې عمران خان په ادارو تنقيد هم كوي او بيا تر معافۍ هم غواړي٬ په امريكا كښې د اتومي توان مخالف ئې خپل لابسټ ساتلے دے٬ فارن فنډنګ او غېر قانوني پېسه په پاكستان مخالف اېجنډا استعمالېږي٬ د پي ټي آئي كاركنان به د رياست او ادارو په صد د مارچ برخه نه جوړېږي، حكومت د ګاز د دوه اضافي كارګوز انتظام كړے دے٬ د تېر كال په نسبت به سږ كال په ژبي كښې د ګاز صورتحال ښه وي٬ سركاري كمپنۍ به په اولس د اېل پي جي سلېنډرز خرڅوي، وزيراعظم به د توان په څانګه كښې خودكفالت لپاره ډېر زر پروګرام اعلان كوي۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ مصدق ملك ووئيل امريكائي اولس مشر د پاكستان اتومي تنصيباتو پحقله يو بيان وركړې دې او د ھغه بيان د عمران خان ژبه وه چا چې امريكائي چارواكو سره د اړيكو ښه والي لپاره يو د يو فرم خدمات ترلاسه كړې دي او ھغوي له په كلنه توګه كروړونه ډالرې وركوي، ډيوډ فينټن د اتومي پروګرام او د پاكستان د نيوكليئر پروګرام مخالف دے، عمران خان او پي ټي آئي تر اوسه د فرم هائر كولو ترديد نه دې كړې۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون قيادت او د هېواد په ضد وېډيو نېټ فلېكس د تړلو د لارې چلولې شوې٬ ھغه دې وېډيو څخه د لاتعلقۍ څرګندونه كړې ده، سوال دا پېدا كېږي چې د ملك رياض، عارف نقوي، كركټ كلب او د هندي وګړې لخوا ترلاسه شوې پېسه كوم ځائ خرڅ كېږي٬ ده هېواد او د هېوااد د اتومي پروګرام په ضد سازش كېږي، د دې نه وړاندې ئې د شهيدانو په ضد هم كمپائن چلولې او كمپائن چلوٶنكو بيا خپله معافۍ غوښتې چې په مونږ د بره نه فشار ٶ۔ ده ووئيل حكومت د ګاز د دوه اضافي كارګوز انتظام كړے دے٬ د تېر كال په نسبت به سږ كال په ژبي كښې د ګاز صورتحال ښه وي٬ سركاري كمپنۍ به په اولس د اېل پي جي سلېنډرز خرڅوي، وزيراعظم به د توان په څانګه كښې خودكفالت لپاره ډېر زر پروګرام اعلان كوي
عمران خان په ادارو تنقيد هم كوي او بيا تر معافۍ هم غواړي۔ د مصدق ملك پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے