اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) خاص عد??لت پخوانې اولس مشر پروېز مشرف ته په سنګين غدارۍ كېس كښې د سولۍ كولو سزا اورولې ده۔ د نهې په ورځ د جسټس وقار احمد سېټه په مشرۍ كښې درې كسيزه خاص عد??لت د كېس سماعت وكړو۔ په دې موقع د پروېز مشرف وكيل رضا بشير عد??لت ته خواست وكړو چې ما ته د دلائلو وركولو اجازه دې راكړې شي په دې عد??لت ووئيل چې په دې د وړاندې نه د 15 ورځو مهلت وركړې شوې دې٬ نور وخت نه شي وركولې كېدې٬ كه دلائل وركو?? غواړۍ نو وركړئ۔ د سماعت په مهال د استغاثه لخوا د پخوانې وزيراعظم شوکت عزيز، پخواني چيف جسټس عبدالحميد ډوګر او د قانون پخواني وزير قانون زاهد حامد په كېس كښې د فريق جوړولو لپاره خواست عد??لت ته وړاندې كړې شو چې پرې عد??لت ووئيل چې استغاثه ته په عد??لت كښې د خواست كولو خو طريقه كار هم نه ده معلومه۔ د دې نه پس عد??لت د لنډې دمې نه پس پرېكړه اورولو سره پخوانې اولس مشر او د پوځ پخوانې سرلښكر پروېز مشرف ته د مرګ سزا واوروله
خاص عدالت پخوانې اولس مشر پروېز مشرف ته سنګين غدارۍ كېس كښې د سولۍ كولو سزا واوروله
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ