اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د دريم كتاب ”لال حويلي نه تر ملګري ملتونو ” انګريزۍ ايډېشن شائع شوے دے د كوم د مخ كتنې دستوره به چې نن د شورو په ورځ په 5 جنوري ځائې هوټل كښې د ورځې درې بجې كېږي۔ د مخ كتنې دستوره كښې به د بيلو هېوادونو سفيران، وفاقي وزيران ، سنيئر خبريالان او د مصنف (شيخ رشيد احمد) نزدې ملګري ګډون كوي۔ د دې څخه وړاندې د شيخ رشيد احمد كتابونه ”فرزندِ پاكستان” او”د ميدانِ خطابت شهنشاه ”نه علاوه د ”لال حويلي نه تر ملګري ملتونو ” درېم ايډېشن شائع شوے۔ شيخ رشيد احمد په خپلو سياسي هلو ځلو مشتمل جامع كتاب ”لال حويلي نه تر ملګري ملتونه ” تحرير كړې د كوم چې په انګريزۍ ژبه كښې په ترجمه مشتمل ايډيشن ” LAL HAVELI TO UNITED NATIONS” هم شائع شوې، دا كتاب شيخ رشيد احمد د 50 كلونو څخه زيات په سياسي هلو ځلو اډانه يو مهم تاريخي دستاويز دے۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د دريم كتاب د مخ كتنې دستوره به (نن) كېږي
مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔