فېصل آباد۔10اپریل (اے پی پی) د اُم المؤمنين او د سرور كونېن حضرت محمد (ص) د مېرمنې حضرت خديجة الكبري (رض) د تلين ورځ سبا د رمضان المبارك په 10 مه نېټه د نهې په ورځ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ په دې لړ كښې به په بېلو جوماتونو كښې قرآن خواني او اسلام لپاره د هغې خذماتو ته عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو لپاره سيمينارونه او نورې دستورې كولې شي۔ ام المؤمنين حضرت خديجة الكبري (رض) هغه اولنۍ مېرمن ده په كومې چې د اسلام حقيقت د ټولو نه وړاندې ښكاره شو او هغې د نبي علېه السلام تصديق وكړو۔ ګڼ شمېر فضيلتونه لرونكې د نبي علېه السلام دې بي بي ته په اسلامي تاريخ كښې دنګ مقام ترلاسه دې۔ د عفت او پاكدامنۍ له امله په جاهليت كښې هم دا د طاهره په نامه يادولې شوه۔ دا هغه مېرمن ده كومې سره چې نبي علېه السلام تر ټولو وړاندې نكاح فرمايلې وه۔
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی ترکیبیں