اسلام آباد 17مئي (اے پي پي) د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د نهې په ورځ د تعليم وزيرانو بين الصوبائي کانفرنس (آئي پي اي ايم سي) مشري وكړه۔ دا غونډه په 16 مئي 2022 د وزيراعظم په مشرۍ كښې د ګرمۍ چپې په ضد احتياطي تدابير په اړه د شوو غونډو تعميل په لړ كښې رابللې شوې۔ په غونډه كښې صوبائي د تعليم وزيرانو ، اړوند سيکرټريز، ايګزيکټو ډائريکټر ايچ اي سي، سيکرټري آئي بي سي سي، ډائريکټر جنرل ايف ډي اي، چيئرمېن اين سي سي، چيئرپرسن پيرا، چيئرمېن اېف بي آئي ايس اي ګډون وكړو۔رانا تنوير حسېن ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه عملدرآمد باوري كولو لپاره په سمدستي توګه بين الصوبائي ايجوکيشن منسټرز کنفرنس رابللې شوې۔ وفاقي وزير ووئيل تعليمي ادارو كښې سکول ته تلونكي ماشومان د ګرمۍ چپې څخه ساتلو لپاره د لنډې مودې او اوږدې مودې اقدامات باندې عملدرآمد کولو ته اړتيا ده۔رانا تنوير ووئيل د زدكوونكو تحفظ او ګرمۍ څخه بچ كولو لپاره به فعال اقدامات کول وي۔ده ووئيل وفاقي حکومت د زدكوونكو تحفظ لپاره احتياطي اقدامات کړي۔ده فورم ته ووئيل د ماشومانو زدكوونكو د ګرمۍ څخه بچ كولو لپاره وفاق ټول نجي او سرکاري اسکولونه/کلاسز د کے جي نه تر 5م د بندولو پريكړه كړې ۔ده ووئيل وفاق كښې د روان امتحاناتو وختونه سهار د 8 بجو نه تر 11 بجو مقرر كړے شوي دغسې چې زدكوونكي د ګرمۍ چپې څخه بچ كړې شي۔وفاقي وزير ووئيل اېف بي آئي اېس اي ته خاص سپارښتنه شوې چې په ټولو امتحاني مرکزونو كښې د برېښنا متبادل انتظامات باوري كړي۔
ټولو امتحاني مرکزونو كښې به د برېښنا متبادل انتظامات باوري كولې شي، د برېښنا متبادل انتظامات به په هر صورت كولې شي،د تعليم او پيشه وره تربيې وفاقي وزير رانا تنوير حسېن
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے بہترین ٹکٹ