اسلام آباد 20مئی(اے پی پی)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي علما كونسل د ايراني صدر ابراهيم رئيسي په پیښه كښې په حق رسېدلو د ايران مشرتابه٬اولس او علماﺀ سره د غم دړد څرګندونه كوو۔د ګل په ورځ جاري بيان كښې ده ووئيل د ايران صدر ابراهيم رئيسي د اسلامي نړۍ وحدت او اتحاد داعي ؤ ٬ اسلامي نړۍ د عظيم لارښود او پاكستان د يو عظيم دوست څخه محرومه شو۔طاهر محمود اشرفي ووئېل د ايران صدر او خارجه وزير د فلسطين او كشمير په مسشله تل د پاكستان٬د كشميريانو او د فلسطينيانو د دريځ بشپړ تائيد او ملاتړ كړے ٬د هغه د ملګرو په حق رسېدل د ټولې اسلامي نړۍ لپاره لوئې زيان دے۔ده ووئيل تېره مياشت د ايران صدر د پاكستان دورې څخه د پاك ايران اړيكو كښې ښه والے راغلے او سباؤن كښې د اړيكو قوي كولو له عزم شوے ٬مونږ په دې موقع د ايران اولس او مشرتابه په غم كښې برابر شريك يو٬ ده ووئېل د ايران اولس او مشرتابه لپاره لاس په دعا يو جې لوئي څښتن دې هغوي له زغم او استقامت وركري
صدر ابراهيم رئيسي په پېښه كښې په حق رسېدل د ايران مشرتابه٬اولس او علماﺀ سره د غم دړد څرګندونه كوو۔د پاكستان علما كونسل چيئرمېن
مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس