اسلام آباد 25 اکتوبر(اے پي پي) د سېنېټ د سائنس او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټۍ غونډه به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ كېږي۔ په غونډه كښې به ګډون كوونكو ته د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې د نېشنل يونيورسټي آف سائنس او ټېكنالوجي(نسټ) د كار٬كاميابو او كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركولې شي۔د سېنېټ سېكرټرېټ له مخې د سائنس او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټۍ غونډې ته به د نېشنل يونيورسټي آف سائنس او ټېكنالوجي كېمپسز او ډيپارټمنټس له په بجټ كښې د بېلو كړو روپو كارولو٬د مستقل او كنټرېكټ ملازمانو٬خالي چوكو٬زده كوونكو ته د سكالرشپس او تحقيقي پروژو پشمول په نورو چارو بريفنګ وركولې شي۔د سائنس او ټېكنالوجۍ د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه به د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر سردار محمد شفيق ترين په مشرۍ كښې په پارليمنټ هاؤس كښې كېږي۔غونډه كښې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير نه علاوه د كمېټۍ غړي او اړوند چارواكي ګډون كوي۔
د سېنېټ د سائنس او ټېكنالوجۍ قائمه كمېټۍ غونډه به ﴿نن﴾ كېږي
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم