اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د نېشنل هائي وے اېنډ موټروے پوليسو وئيلي دي چې اولس دې د لړې په موسم كښې د غېر ضروري سفر نه ډډه وكړي او د فوګ لائټس استعمال دې وكړے شي. د اتوار په ورځ د موټروے پوليسو وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د لړې په موسم كښې دې د ګاډو ترمېنځه فاصله د عام حالاتو په نسبت زياته وساتلې شي. د سفر پېل كولو نه وړاندې د موټروے صورتحال او د سفر په مهال د هېلپ لائن 130 څخه مرسته ترلاسه كېدې شي.
مضمون کا ماخذ : ڈریگن کی قسمت