اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز وئيلي دي چې د الېكټرانك ووټنګ مشين ﴿اي وي اېم﴾ معاملې مهم پړاٶ ته داخلې شوې دي، الېكرانك ووټنګ مشين لپاره قانون سازي شوې، اوس د عملدرآمد په پلو روان يو، د اسلام آباد په بلدياتي ټاكنو كښې به د اي وي اېم استعمال ضرور كېږي، د ټاكنو كميشن د عملې تربيې لپاره به زر اي وي اېم وركړې شي. ده دا خبرې د ګل په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. ده ووئيل چې د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې ټاكنو سره به په سپېځلتيا كښې مرسته وشي، بايد په ټاكنو كښې يو ووټ هم ضائع نه شي. سېنېټر شبلي فراز ووئيل چې د اي وي اېم د لارې ټاكنې يو حقيقت جوړېږي، د اي وي اېم په معامله اپوزيشن سره خبرو ته تيار يو. وفاقي وزير ووئيل چې د ټاكنو كميشن د اسلام آباد بلدياتي ټاكنې د الېكټرانك ووټنګ مشين د لارې كولو لپاره امادګي ښودلې. ده ووئيل چې مونږ غواړو چې ټاكنې غېر متنازغه او سپېځلې وي. ده ووئيل چې د خېبر پښتونخوا په اوسنيو بلدياتي ټاكنو كښې 2 لكه 34 زره رائې رد كړې شوې دي
الېكرانك ووټنګ مشين لپاره قانون سازي شوې، اوس د عملدرآمد په پلو روان يو. د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير شبلي فراز خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : بک آف ڈیڈ