اسلام آباد 01 نومبر(اے پی پی)د اكادمي ادبيات پاكستان تر سيوري لاندې د دائره علم او ادب پاكستان په اشتراك سره درې ورځني نړيوال كنفرنس كښې په دوهمه ورځ هم بېل پروګرامونه شوي۔د دستورې پرانستې خاص مېلمه د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام ؤ ۔سېنېټر عرفان صديقي د مېلمنو مشر ؤ ۔د قامي ورثې او كلتور ډويژن وفاقي سېكرترې فارينه مظهر٬د اكادمي ادبيات پاكستان چيئرمېن ډاكټر يوسف خشك٬امجد اسلام امجد او محمود شاه هم په دې موقع وو۔په كنفرنس كښې د ماشومانو ادب په اړه د بېلو پروګرامونو په حقله بهر هېوادونو څخه آن لائن دغسې په پاكستان كښې موجودو د ماشومانو ادب پوهانو ګډون وكړو۔په كنفرنس كښې د ژوند ټولو څانګو څخه تعلق لرونكو شخصياتو ګډون كولو۔دا په دې لحاظ سره يوه يادګاري كنفرنس دے چې پكښې د پاكستان او بېلو هېوادونو ماشومانو د ادب سره تړون لرونكي سكالرز په ګڼ شمېر ګډون كوي ۔اكادمي ادبيات پاكستان په هېواد كښې د اديبانو٬شاعرانو او پاكستاني ادب ودې لپاره كار كونكې يواځنۍ قامي اداره ده۔د ماشومانو ښېګړې او تعليم او تربيې لپاره ډېر څه كولو ته اړتيا ده او دا كنفرنس په دې اړه د ستائنې وړ اقدام دے ۔پرمختلليو قامونو چې څومره څه د مشرانو د ادب٬فلاح٬تعليم او تربيې لپاره كار كړی د دې څخه زيات ئې د ماشومانو لپاره هم كړي ۔په پاكستان كښې هم ماشومانو له د تعليم آسان سهولتونه وركولو ته اړتيا ده۔په كنفرنس كښې اديبانو او نورو پوهانو د هېواد او قام په خاطر د ماشومانو د ادب تخليقي روايت ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو ۔ګډون كوونكو د اكادمي ادبيات پاكستان چيئرمېن ډاكټر يوسف خشك او د هغه د ډلې هڅې ستائېلو سره ووئيل د ده په مشرۍ كښې دا اداره په فعاله ډول كار كوي۔دا كنفرنس به د دې سلسلې مخ په وړاندې بوتللو ذريعه وګرځي او د دې په نتيجه كښې به داسې سفارشات رامخې ته شي په كومو عمل كولو سره به چې د ماشومانو د ادب روايت ته وده وركولو او د هغې په تاثير كښې د قدر وړ اضافه كولو له مرسته ترلاسه شي۔په تېر وخت كښې هم د اكادمي ادبيات د سيوري لاندې د ماشومانو ادب ودې لپاره بېلې علمي او ادبي منصوبې تر سره شوي او كتابونه شائع شوي۔اكادمي ادبيات پاكستان هر درې مياشتې پس د ماشومانو د ادب څلور خصوصي لمبرې شائع كوي چې پكښې د 1947 نه تر 2022 د پاكستان د ماشومانو د ادب تاريخ محفوظ كړے شوے۔
د اكادمي ادبيات پاكستان تر سيوري لاندې درې ورځنے نړيوال كنفرنس
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia