اسلام آباد 01 ستمبر (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د انټرنېشنل پارليمنټرينز كانګرېس (آئي پي سي)غونډه پپس كښې وشوه۔ په غونډه كښې د آئي پي سي فعالولو په اړه په مهمو چارو خبرې اترې وشوې۔ د آئي پي سي استازي د آئي پي سي كاركردګۍ او سباؤن لائحه عمل په اړه د آئي پي سي صدر ته مفصل بريفنګ وركړو۔ د سېنېټ سېكټرېټ له مخې په غونډه كښې د آئي پي سي په اړه په مندرجه ذيل مهمو موضوعات غور وشو۔ په غونډه كښې د آئي پي سي عمومي سېكترې ستاره اياز او د آئي پي يو صدر ډوارټے پچیکو ترمينځه د آئي پي سي آپرېشنز او كاركردګۍ ښه والي په اړه اوسني ملاقات په حقله ګډون كوٶنكي خبر كړل۔په غونډه كښې د آئي پي سي مستقل هېډكوارټر رغونې په پروژه او فنډنګ خبرې اترې شوي۔ په غونډه كښې د آئي پي سي مجوزه تنظيمي ډهانچے احاطه وكړې شوه چې پكښې په نورو هېوادونو كښې د سيمه ايزو دفترو جوړول او د آئي پي سي آئين او ضابطه كار وضع كولو مسوده تيارول شامل وو۔ د آئي پي سي صدر ووئيل چې د آئي پي سي د آئين او رولز په اړه يو ډرافټ تيار كړی شي په كوم به چې په راتلونكې غونډه كښې تفصيلي خبرې اترې كېږي۔ د آئي پي سي په بجټ او د ادارې لپاره په مالياتي فريم ورك هم په غونډه كښې مفصل خبرې اترې شوي۔ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د نړيوالو ادارو٬ملګرو ملتونو٬آئي پي يو٬ افريقائي پارليمنټ او نورو نړيوالو ادارو تجربو څخه زده كړه او د آئي پي سي وقعت لا زياتولو په اهميت زور راوړو۔د آئي پي سي عمومي سېكترې ستاره اياز نړيوالو زده كونكو لپاره په آئي پي سي كښې انټرن شپ پیل كولو لپاره د ميكانزم تيارولو تجويز هم وړاندې كړو۔ په خپل اختتامي كلمات كښې د آئي پي سي صدر محمد صادق سنجراني په لږه موده كښې محدود عملے او وسائلو سره د آئي پي سي د ستائنې وړ كار ستائنه كړی۔ده د آئي پي سي او د دې ډلې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني په مشرۍ كښې د انټرنېشنل پارليمنټرينز كانګرېس غونډه
مضمون کا ماخذ : loterias da caixa