اسلام آباد۔17اپرېل(اے پی پی) خارجه وزیر مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړه او د هغوي مسئلو حل كول د حكومت په مهمو ت??جيحاتو كښې شامل دي۔ دا خبره هغه د خالي په ورځ د پاكستان بزنس كونسل دوبۍ لخوا په خپل درناوي كښې وركړې شوې د روژه ماتي دستوره كښې وكړه۔ د پاکستان بزنس کونسل دوبئی صدر او نورو عهدېدارانو خارجه وزير ته تود هركلے ووے۔ خارجه وزير پاکستان بزنس کونسل دوبئی سره د تړلې كا??وب??ري شخصياتو مننه كولو سره ووئيل پاكستان معاشي سفارت كاري كارولو سره د نړۍ پام پاكستان كښې د كا??وب??ر موقعو پلو ګرځوي۔ د خوشحالۍ خبره دا ده چې د كورونا نړيوال وبائي صورتحال باوجود د معاشي سفارت كارۍ مثبت نتيجې رامخې ته كېږي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل يو اے اي سره زمونږ دوه اړخيړه تجارتي اړ??كې مخ په ښه كېدو دي۔ زما د دې دورې مقصد د دواړو هېوادونو ت??مينځه ګڼ اړخيزه څانګو كښې دوه اړخيزه تجارتي تړون او مرستې ته وده وركول دي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل زه په دې خوشحاله يمه چې د پاكستانيانو لويه شمېره عرب امارات كښې مېشته ده او د دې ځائې په تعمير او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوي۔ هغه ووئيل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګړو خېر ښېګړه او د هغوي مسئلو حل كول د حكومت په مهمو ت??جيحاتو كښې شامل دي۔د روژه ماتي دستوره كښې عرب امارات كښې د پاكستان سفير افضال محمود ٬ قونصل جنرل دوبۍ ٬ احمد امجد علي او د سفارت مشران چا??واكي هم موجود وو۔