اسلام آباد۔3فروری(اے پی پی) د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ پرنسپل انفارمېشن آفیسر ډاکټر طارق محمود خان وئيلي دي چې هندوستان په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسه وګړو ظلم او زياتې روان ساتلے دے ٬ د طاقت دلارې څوك د كشميري اولس غږ غلې كولې نه شي٬ د ملګرو ملتونو قراردادونه ښكاره دي ٬ كشميري وګړو ته به د آزادې او سپېځلې استصواب رايې د لارې د خپلواكۍ حق وركړې شي دغسې چې هغوي د خپل سباؤن په اړه پړېكړه وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د پرېس انفارمېش ډيپارټمنټ تراهتمام لاندې د فرورۍ 5 مه نېټه د كشمير يووالي و رځې په توګه د لماځلو په لړ كښې سيمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د 5 فرورۍ مناسبت سره دا يوه ځانګړې دستوره ده كومه چې د پاكستان حكومت او د كشمير ميډيا سېل په ګډه تابيا كړې ده۔ ده ووئيل په نړيواله كچه د هند اصل څيره په ډاګه كول د پاكستان او كشميري وګړو ذمه واريده۔ ده د وزيراعظم د خاص مرستيالې مشعال ملك مننه و كړه كومې چې په دې دستوره كښی خصوصي ګډون وكړو۔ په دې مهال خپل خطاب كښې مشعال ملك ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د جموں وكشمير د مسلمانانو د منصفانه هڅو سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ سیمینار كښې دانشورانو ٬ سول سوسائټۍ ٬ وكليان او ګڼ شمېر خبريالانو ګډون وكړو۔
هندوستان په مقبوضه كشمير كښې په تش لاسه وګړو ظلم او زياتې روان ساتلے دے ٬ د طاقت دلارې هند د كشميري اولس غږ غلے كولے نه شي٬ پرنسپل انفارميشن آفیسر ډاكټر طارق محمود
مضمون کا ماخذ : ہیوگو 2