اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجي او د تېلي كميونيكېشن وزارت ترمخه د يونيورسل سروس فنډ پالېسي كمېټۍ د مالي كال 22-2021 لپاره د 30 بېلو پروژو په لړ كښې د 18 اربه روپو څخه د زيات بجټ اصولي منظوري وركولو سره د فنډ جاري كولو سپارښتنه كړې۔د پالېسي كمېټۍ غونډه د آئي ټي وفاقي وزير سيد امين الحق په مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د آئي ټي سېكرټري ډاګټر سهيل راجپوت او د فنانس ډويژن نمائندګانو ګډون وكړو۔په دې موقع د يو اېس اېف چيف ايګزېكټو افسر حارث محمود چوهدري كمېټۍ له د تېرو دريو كلونو په كاركردګۍ او نوې مالي كال لپاره په مجوزه منصوبو بريفنګ وركړو۔غونډې ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير سيد امين الحق ووئيل يو اېس اېف جوړولو نه تراوسه د 20 فيصده فنډز زياتوالي سره موجوده حكومت په وړومبي كال كښې شپږ٬دوهم كال 12 او په درېم كال كښې د 25 منصوبو پیل كونه د يونيورسل سروس فنډ د ښه كاركردګۍ ثبوت دے په كومه چې د ادارې افسران او ټېكنيكل سټاف د مباركۍ مستحق دي ۔ده ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې د سپيځلتيا٬معيار او منصوبو په وخت بشپړول برقرار وساتلې شي۔د دې څخه وړاندې د يو اېس اېف چيف ايګزېكټو افسر حارث محمود چوهدري كمېټۍ ته بريفنګ وركړو۔
د آئي ټي وفاقي وزير سيد امين الحق په مشرۍ كښې يونيورسل سروس فنډ د پالېسۍ كمېېټۍ غونډه٬ د 18 اربه روپو بجټ منظور كړے شو
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ