پېښور 09ستمبر (اے پي پي) قامي ايوارډ اغستونكے سينئر خبريال او د افغان چارو كار پوهه رحيم الله يوسف??ے په حق رسېدلے۔د هغه د جنازې مونځ به(نن)د جمعې په ورځ 11 بجې مردان كاټلنګ انزګي سره د سوات ايكسپرېس وے د كاټلنګ انټرچېنج ته نزدې ضمير بانډه كښې ??دا كولے شي۔رحيم الله يوسفزئي د ډېر وخت نه ناجوړه ؤ ۔د افغانستان په حقله هغه د پاكستان او په نړيوالو ابلاغ ذريعو كښې ??تهارټي ګڼلے شو۔هغه ??بت??ائي زده كړې د ??هل?? نه ترلاسه كړې وې او صحافتي كيئرير يې د كراچۍ ښار نه پېل كړے ؤ ۔رحيم الله يوسفزئي په هغه څو خبريالانو كښې ?? چا چې په 1979 كښې په افغانستان د روس يرغل نه پس تراوسه جنګ ځپليو سيمو په حقله موثر او د غوره رپورټنګ د لارې په صحافت كښې ??پل ځانګړے مقام پېدا كړے ؤ چې پكښې ?? نړۍ تر ټولو مطلوب كس د اسامه بن لادن او د طالبانو لارښود ملا محمد عمر وړومبنۍ او آخري مركې څخه ده ته نړيوال شهرت ترلاسه شوے ؤ۔رحيم الله يوسفزئي تر دې دمه د انګريزې ورځپاڼې دي نيوز د پېښور ريزيډنټ اېډيټر او د جيو نيوز سره د تجزيه نګار په حېث منسلك ؤ ٬ دغسې هغه د بي بي سي اردو او پښتو سروس د نمائنده او تجزيه كار په حېث كار كړے او تر ډېر وخته په پاكستان كښې ?? ټائم ميګزين نمائنده هم ؤ ٬ د نړيوالو ادارو لكه دي نيوز انټرنېشنل٬ګلف نيوز٬ايېشين نيوز٬اېشين افيئرز٬ټائم٬اے بي سي٬اېن بي سي٬عرب نيوز٬نيوز لائن٬انډيا ټو ډے٬اكوټ لك او د الجزيره لپاره ??م پرله پسې ليكل كول۔ هغه ته د خذمات په اعتراف د پاكستان حكومت په 2005 او 2010 كښې ??وه ځله د ستاره امتياز ايوارډ وركړے ؤ۔
قامي ايوارډ اغستونكے سينئر خبريال اود افغان چارو كار پوهه رحيم الله يوسفزے په حق ورسېد
مضمون کا ماخذ : رومن دولت