اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب وئيلي دي مونږ به يو کروړ 20 لکهه كورنيو له د خوراك څښاك په څيزونو نيغ په نيغه سبسډي وركوو ، حکومت په ځيني څيزونو ټيکسونه كموي ،په پټرول جي اېس ټي او ليوي كمه كړې شوې ، پاکستان كښې د سيمي په نسبت د پټرول بيعه كمه ده، د پټرول بيعه د نړيوال ماركيټ د بيعي سره تعلق لري۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ نجي ټي وي چينل پروګرام كښې په خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل د کورونا وباء په وجه ټوله نړۍ كښې ګراني زياته شوې ، د پټرول بيعه شپږ مياشتي وړاندې 40 ډالره يو بيرل وه دغسې نن په 80 ډالره يو بيرل دے،په نړيواله كچه بيعو كښې 80 فيصده زياتوالے شوے دغسې پاکستان كښې مونږ بيعه يواځي 20 فيصده زياته كړې۔ ده ووئېل مونږ پرله پسې په پټرول سيلز ټيکس او ليوي کمه كړې دغسې چې په اولس لږ نه لږ زور راشي۔ده ووئيل د کورونا له امله ټوله نړۍ كښې يو غير معمولي صورتحال دے، ټوله نړۍ كښې د خوراك څښاك څيزونو بيعه زياته شوې ، كوم کنټينر به چې د چائنه څخه په 2000 ډالره راتللو نن هغه د 7 نه تر 8 زره ډالره راځي ځكه چې سپلائي چين ځپلې شوې او وګړو ته کنټينرز نه ترلاسه كيږي
مونږ به يو کروړ 20 لکهه كورنيو له د خوراك څښاك په څيزونو نيغ په نيغه سبسډي وركوو ، حکومت په ځيني څيزونو ټيکسونه كموي، وزير مملکت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا