کراچۍ 07 ستمبر (اے پي پي) د پاك بحريه ورځې په موقع اېډمرل محمد امجد خان نيازي خپل پېغام كښې وئيلي دي د اتم ستمبر د بحريه ورځ زمونږ په قامي تاريخ كښې يوه عظيم الشان او يادګاري ورځ ده كومه چې د كال 1965 جنګ د پاك بحريه د مېړنو ??سكرو د قربانيو٬ د لازواله جذبو او د غېر معمولي كارنامو په ياد كښې لمانځلې شي۔ د پاکستان بحريه لخوا د نهې په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې خپل پېغام كښې ده وو??يل دا ورځ مونږ ته د شهيدانو ??و غازيانو ?? كارنامو او د غېر معمولي بهادرۍ يادګېرنه كوي څو?? چې په پاك پرودګار د قوي باور لرلو په سبب په مړانه جنګيدلي٬ دا ورځ د بحريه په تاريخ كښې د ځالانده باب په توګه رقم ده او نوي كول لپاره د وياړ او ترغيب سبب ده۔ د اعلاميې له مخئ په اووم او اتم ستمبر سن 65 كښې د شپې د پاك بحريه پنځو جنګي بېړو د “اپرېشن سومنات” په مهال د هند په بندرځائ دواركا بمباري كړې وه چې په كښې مهم ساحلي تنصيبات او د هند رېډار سټېشن او راډيو بېكن تباه كړې شوېوؤ او كوم چې په كراچۍ فضائي بريد لپاره د لارښودنې په توګه كارولے كېدل۔ ده وو??يل دا ور?? د ??اك بحريه د يوازني ابدوز غازي د تاريخي كارنامو په ياد لمانځلې شي۔ ده وو??يل په نننۍ ور?? د ??اكستان نېوي د افسرانو٬ سي پي اوز٬ سېلرز او د سوېلينېز د هېوادقوي دفاع او د هر ډول جارحيت په صورت د ثابت قدمه پاتې كېدو لپاره د خپل عزم د تجديد ورځ ده