اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي)د نجكارۍ او سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير عبدالعليم خان وئېلي دي د 15 نه تر 20 ادارو سمدستي نجكاري پكار ده٬پاكستان په خساره د چلېدونكو ادارو نور متحمل كېدے نه شي۔د زيارت په ورځ په خپل بيان كښې ده ووئيل د نجكارۍ په معامله كښې پي آئي اے په ايډوانس سټيج ده٬چې كومې ادارې په زيان كښې روانې دي د هغې په اړه د سمدستي پريكړو ضرورت دے٬د سټيل ملز په اړه به هم زر تر زره پريكړه كول وي۔ده ووئيل په پاكستان كښې دا مهال د سرمايه كارۍ ډېرې موقعې موجود دي٬په پاكستان كښې د غېر ملكيانو نه علاوه د هېواد سرمايه كار به هم راغب كولې شي۔
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل