اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د اسلامي جمهوريه ايران د فضائيه كمانډر برېګېډيئر جنرل حامد واحدي د هغه په دفتر كښې ملاقات كړے۔په دې مهال د پاك فضائيه يوې چټك ډلې هغه ته سلامي وكړه۔ دغسې برېګېډيئر جنرل حامد واحدي د پاك فضائيه شهيدانو ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كولو لپاره د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو۔د پاك فضائيه وياند له مخې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو په وظيفائي چارو او د شريكې خوښې په چارو خبرې وشوې۔معزز مېلمه وظيفائي مهارت او ايوي اېشن انډسټرۍ كښې د خود انحصارۍ پلو په روانېدو د پاك فضائيه ستائنه وكړه۔په دې موقع ايئر چيف ووئيل پاكستان او اسلامي جمهوريه ايران شريكه پخوانۍ٬مذهبي٬كلتوري او تاريخي رشته لري۔كومه چې د دواړو فضائي ځواكونو ترمينځه د قوي روابطو څرګندونه كوي ۔دغسې ايئر چيف د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكې مرستې ودې لپاره د عزم پخلے وكړو
ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدهو سره د ايراني فضائيه كمانډر ملاقات
مضمون کا ماخذ : علاقائی کلیدی الفاظ