اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) د وزير اعظم د خزانې صلاحكار شوکت ترين په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېتۍ (NPMC) غونډه د شورو په ورځ وشوه۔په غونډه كښې د خزانې سيكرټري ، د صنعت او پيداوار سيکرټري ، اېم ډي يوټيليټي سټورز کارپوريشن، صوبائي چيف سيکرټريز، چيف شماريات پي بي اېس او نورو سينئر افسرانو ګډون وكړو۔نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېټۍ هېواد كښې د ضروري څيزونو د بيعو جاج واخست۔ د خزانې سيکرټري کمېټۍ ته د اوونيز اېس پي آئي SPI صورتحال په اړه ووئيل۔د ضروري څيزونو د بيعې رجحان جاج اخستو سره د خزانې سيکرټري ووئيل د تيرې اونۍ په مهال د 10 ضروري څيزونو بيعه كښې كمے راغلے دغسې د 14څيزونو په بيعه كښې استحکام ؤ۔ده ووئيل د پنجاب، کے پي حکومتونو او آئي سي ټي انتظاميې فعاله اقداماتو په وجه په دې كښې ښه والے راغلے۔ ټولو صوبائي حکومتونو د اړخه هره ورځ د غنمو جارې كولو سره بيعه كښې به لا ښه والے راشي۔ هېواد كښې د چينو د بيعې جاج اخستو سره د خزانې سيکرټري ووئيل د حکومت فعاله اقداماتو په وجه پنجاب او کے پي كښې بيعې كمې شوي۔ چينې چې نوي سټاك مارکيټ ته راځي ورسره به بيعې لا كمې شي۔د خزانې صلاحكار د چينو بيعه كښې په استحکام د اطمينان څرګندونه وكړه او د صنعت او پيداوار په وزارت ئې زور راوړو چې سباؤن كښې د چينو په ښه ډول باوري لپاره هېواد كښې د چينو اسټريټجکي پانګو پيدا كولو لپاره مناسب اقدامات وكړي۔ د خوراكي تيلو بيعې جاج اخستو سره کمېټۍ مشاهده وكړه چې نړيواله مندۍ كښې د خوراكې تيلو بيعه كښې زياتوالې سره ځائې بيعې ځپلې شوي
د خزانې صلاحكار شوکت ترين په مشرۍ كښې د نېشنل پرائس مانيټرنګ کمېټۍ غونډه
مضمون کا ماخذ : را کی کتاب